شاعري چې لولو، په ذهن کې مو د تشبيهاتو، استعارو او سمبولونو ضمني ماناوې وي، خو پام مو نه وراوړي، لکه د شاعر پام چې نه وي وراوښتى، ځکه د شاعر غوندې زموږ توجه هم يواځې لوى ورته والي ته وي، خو بشپړ خوند هله واخلو، چې ضمني ماناوو ته يې هم متوجه شو.

د حميد بابا مشهور شعر دى:

 خط په مخ د صنم راغى که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دا يې غاښ په خوله کې زېب کا ژاله شوه په لاله کې

دا د خط واله تجربه حميد بابا ته خوندوره وه، موږ ته خوندوره نه ده، نو هغه ضمني ماناوې خو يې پرېږده، لوى مشابهت يې هم خوند نه راکوي، نو له دې تېرېږو. په دې شعر کې د (سپوږمۍ) او (مخ) ترمنځ لوى مشابهت (سپينوالى) دى، چې زموږ پام په اسانه وراوړي، خو د دې ترڅنګ يې ضمني مشابهت (ګردوالى) دى، چې موږ ورته متوجه شوي نه يو، ځکه د اصلي مشابهت په هجوم کې رانه ورک دى.

د دې بيت تر اصلي مشابهته ضمني مشابهت خوندور دى، ځکه چې يو خو دومره ډېر سپينوالى د پښتنو په ښکلاييزو ارزښتونو کې دومره شامل نه دى، ځکه پښتنو ته ډېر سپين بې نمکه ښکاري او غنمرنګي ته ترجيح ورکوي. بل دا چې رنګ تعريفېږي نه، چې سپين رنګ يعنې څنګه رنګ؟ شاعر يې د تعريف لپاره ځکه د سپوږمۍ مثال راوړى، خو د دې پرخلاف د مخ ګردوالى د سپوږمۍ له ګردوالي سره جذابيت پيدا کړى، ځکه ګرد مخ د بشر د ظاهري ښکلا په لومړىو معيارونو کې راځي. پښتانه اوږد مخ دومره نه خوښوي، څومره چې ګرد خوښوي.

په دې بيت کې بله تشبيه د (لاله) او (خولې/شونډو) ده، چې ظاهري شريکه وجه يې (سوروالى) دى، چې د (لاله) په سوروالي نور هم محسوس شوى، خو د (شونډو/خولې) او (لاله) (ګردوالي) ته د چاپ پام نه دى، ځکه دا يې ضمني مشابهت دى. پښتانه غونډه منډه خوله خوښوي، ځکه مو نو چې د دې تشبيه ضمني مشابهت ته پام واوړي، خوند راکوي.

خوشال بابا فرمايي:

په بل ځاى مې پېرزو نه يې د يار غمه

ته زما د زړه د مات کودي ريحان يې

په دې بيت کې (غم) له (ريحان/کشمالي) سره تشبيه شوى، چې (غم) په (ريحان) محسوس شوى. د دې تشبيه لويه شريکه وجه (راشنه کېدل) دي، چې يو په زړه کې پيدا کېږي او بل په کودي کې لويېږي، خو يو ضمني مشابهت يې د غم اغېز او د ريحان بوى دى. غم د سړي پر شخصيت اغېز کوي او ريحان په بهر نړۍ کې خپل بوى خپروي. خوشال وايي، چې خلک څنګه د کشمالي له بويه خوند اخلي، دغسې زه د يار د غم له اغېزه(چې يار رايادوي) خوند اخلم. بله ضمني شريکه وجه يې د کشمالي رنګ هم کېداى شي. کشمالى هم تور وي او زموږ په ذهن کې د غم مادي تصور هم تور دى.

بله تشبيه پکې د (زړه د مات کودي) ده، چې شريکه وجه يې (ماتوالى) دى، خو ضمني مشابهت يې څه نا څه نرموالى او لوښنتيا(ظرفيت) ده. بله ضمني خو خوندوره وجه يې دا ده، چې په زړه کې خلک غمونه او اندېښني کري او په کودي کې خلک ګلان؛ نو د زړه ساتل د کودي له کرلو سره ضمني شريکه وجه جوړولاى شي.

ځينې تشبيهات، استعارې او سمبولونه کېداى شي، ضمني شريکې وجهې ونه لري او ځينې داسې هم وي، چې د يو دوو پرځاى څو ضمني شريکې وجهې لري، خو د ضمني مشابهت خوند جوت دى، چې لوستونکي ورته بايد پام وکړي او شاعرانو ته هم پکار دي، چې د دوو شيانو د تشبيه کولو پرمهال ضمني ماناوو ته هم وګوري، چې ټکرخور ې نه وي، بلکې يو شى وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *