په شرق او غرب کې د کاکه ګانو په اړه په زړه پورې کیسې شته؛ چې دوی به د شتمنو پیسې او شته غلا کول او په فقیرانو به یې ویشلي. په منځینو پیړیو کې دا یو ښه کار ګڼل کیده. دوی په دې کار سره نور هم فقیرانو ته دا فکر ورکولو چې تاسو په کراره کینئ، بس موږ یو کنه، موږ به یې درته پيدا کو. دي کار هیڅ نتیجه نه درلوده خو هغه پیسې چې دوی به فقیرانو ته ورکولي په هغه به یې د سرمایه دارو د پانګې اچوني مخه نیوله.

د مارتن په اړه به وروسته خبره وکړم، چې دی دومره د کلیسا نه په تنګ راغی چې په وړاندې یې ودریده او انقلاب یې وکړ. زما موخه دا ده چې دولت خپل مسؤولیت وپيژني او بس.

یو متل دی چې وایي (وږي ته کب مه ورکوي، بلکې د کب نیولو چل ور زده کړئ). د دي مطلب دا دي چې تر څو مو خپله خواري نه وي کړي، په کومکو نه شل کیږي. خپله لاسه ګله لاسه. کرزي بابا کچکول په غاړه په ملکو به ګرځیدو او موږ ته به یې راړل او اوس هم د هغه په تمه ناست یو.موږ اوس فقیران یو او د یو چا په تمه یو چې موږ ته به لکه د شوالیو(کاکه ګان) راوړي. زما موخه دواړه فقیران دي.

تیاره مړۍ د هر چا خوښیږي، خو خوند نه کوي او کومه مړۍ چې په زحمت تر لاسه کیږي، خوند هم لري. یوه خبره هغه دا چې په اوس وخت کې خو دا زما خبرې بیخې سر نه خوري، ځکه چې هر څه له بالاجی نه خراب دي. دوی په موږ کې په لوی لاس فقیران پيدا کړل. ددوی د لاسه مو سرمایه اروپا ته لاړه.

د کور نه بهر چې وځي، نو تر کار ځایه به دي په سلهاو ماشومان او سپین ږیري مخې ته راشي او د الله په نامه به درنه څه وغواړي. بس نو دا د دي دولت نتیجه ده. هغه وعدې چې دوی کړي وي، هسې د خولي وعدې وي. که دا هر څه همداسی روان وي، نو ډیر زر به دولت په خپلو تولیداتو پيل وکړي او دننه به په یو کال کې په زرهاو کورنۍ د فقر په ټغر کینوي. غلاوي به ډیري شي او د یوي مړی ډوډۍ د پيدا کولو لپاره به یو بل سره وخوري او که دا هم ونه شو، نو لکه د مارتن په شان به یو څوک پيدا شي او رنسانس به رامنځ ته کړي. مارتن هم د کلیسا نه په تنګ راغلی و، نو په وړاندې یې راپاڅیده او انقلاب یې وکړ. اوس نو ددي دولت نه هم همداسي خلک په تنګ راغلی لکه په اروپا کې چې له کلیسا نه په تنګ راغلي ول.

نو ښه دا ده چې د حل لاره پيدا کړي. هغه وعدي یې چې کړي وي، هغه پوره کړي. خپلي اداري ته دي تغیر ورکړي، کنه زوړ ملا او زړې تراویح.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *