سياسي رهبران
ماري ماک اليس هغه مېرمن ده، چې د ایرلینډ د اتمې رئيس جمهورې په توګه خلکو ورته راته ورکړه او ایرلينډ ته یې د رئيس جمهورې، په توګه له ۱۹۹۷کال څخه تر ۲۰۱۱کال پورې خدمت وکړ.
ماري ماک اليس ، ددې هیواد دوهمه رئيس جمهوره وه او تر دې مخکې رئيس جمهوره، اغلی ماري روبین سن په نوم مېرمن وه.
مېرمن ماک اليس، د همدې مخکېنۍ رئيس جمهوري په هڅو او تشویق، په ۱۹۹۷کال کې د رياست جمهوري انتخاباتو ته انتخابه او کامیابه شوه.
اغلی ماري ماک اليس ، په ۲۰۱۴م کال کې د رياست جمهوري انتخاباتو لپاره، د دوهم ځل لپاره بېدون له مخالفته منتخبه شوه؛ نوموړې د ایرلينډ لومړنۍ رئيس جمهوره ده چې د د شمالي ايرلينډ څخه راغلې او خپل هیواد ته په ستره کچه کار کوي؛ له دې مخکې هیڅ کس له شمالي ايرلينډ څخه ندی توانېدلی چې هېواد ته د رئيس جمهور/ رئيس جمهوري په حیث د خدمت جوګه شي.
اغلی ماري ماک اليس د بلفاسټ د قوینز پوهنتون څخه د حقوقو له څانګې فارغه شوې، دې په ۱۹۷۵ م کال کې د ډوبلین د ټرينيټي په کالج کې، د جرم شناسۍ او د پوهنې د پروفیسرې په توګه کار کړی او همدارنګه په ۱۹۸۷کال کې د قوینز د سېمې الما ماټر ته ولاړه؛ هلته د مسلکي قانوني زده کړو په انسټيټيوټ کې د مدېرې په توګه په دنده وګمارل شوه.
مېرمن ماک اليس په ۱۹۹۴کال کې، د قوینز د پوهنتون لومړنۍ ښځه وه چې ددې پوهنتون د رئيس مرستیاله شوه او همدا رنګه د RTE سره يې، د مدافعې وکیلې او ژورنالیستې په توګه هم کار کړی.
نوموړې اوس د نړۍ ۶۴ تمه باقدرته ښځه بلل کیږي؛ له پاټريشا څخه، د وړو – وړو جنجالونو سره – سره، اوس هم د رئيس جمهوري په توګه خپل هېوادوال ډير راضي دي.
مېرمن ماري ماک اليس ، د ۱۹۵۱ کال د جون په ۲۷تمه نېټه، د شمالي بلفاسټ په ارډاین سیمه کې زیږېدلې ده.
پاټريشا د نهو ماشومانو مشره خور ده، نوموړې رومي کاتولېکه ده.
مېرمن ماک اليس لومړنۍ زده کړې په St Dominic›s عالي لیسه کې ترسره کړې دي او کله چې ځوانه شوه خپل ډير وخت به یې د بلفاسټ د قوینز پوهنتون او د ټرینېټي د کالج له مسکینو محصلونو سره تېراوه.
ماري ماک اليس ، د ماشوم د ضایع کېدو او د طلاق سخته خلافه ده.
دې په ۱۹۷۶کال کې، له مارټين ایم کالیس سره واده وکړ؛ مارټین ایم کالیس یو محاسب او د غاښونو ډاکټر ده.
مارټین ایم کالیس خپلې مېرمني سره د هغې په نوښتونو کې ډيره مرسته کړې.
دوی تر اوسه درې اولادونه لري، مشره يې لور ده، چې ایما نومېږي، دا لور يې په ۱۹۸۲کال کې پيدا شوه، دا اوس د انجینرۍ له پوهنځي څخه فارغه ده او په ټرینیټي کالج کې اوس هم د غاښونو په څانګه کې زده کړې کوي.
پاتې دوه يې زامن دې، دوی دواړه غبرګ په ۱۹۸۵کال کې زیږېدلي دي؛ چې یو یې جسټین نومېږي او د ډوبلین یونیورسیټي کالج څخه د ماسټري تر درجې محاسب فارغ شوی او بل یې سارامای، د اکسفورډ پوهنتون له ژون کیمیا څانګې څخه فارغ شوی دی.
د ماک اليس زوی جسټين، يو له هغو کسانو څخه دی، چې لمړی ځل یې د همجنسبازۍ د ودې په هقله خبري وکړي.
ماک اليس نه يواځې دا چې رئيس جمهوره ده، بلکې د ښځو د نړیوالو رهبرانو د شورا غړې هم ده.
نوموړې په اوله او دوهمه دواړه دورو کې خپله دنده ډيره ښه پرمخ وړي ده او د خپلو ښو فعالیتونو او زحمتونو له برکته يې ډېرې جایزې او افتخاري دوکتوراوې هم ترلاسه کړې دي؛ چې د ځينو يادونه يې اړينه بولم:
د امریکايي ایرلينډ د بشرپالنې د صندوق جایزه، د نیوزلینډ د اوکټاګو پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې افتخاري دوکتورا او همدارنګه له نورو پوهنتونونو څخه يې، افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې دي.
په ۲۰۱۳م کال کې، د شمالي ایرلينډ د سولې پروسې سره د مرستې په ویاړ یو جشن جوړ شو، چې هدف یې د ماک اليس په نوم د پل نومول وو او ددې په نوم يې دغه پول جوړ کړ.
بدلون اوونيزه/ دريم کال/څلورمه / پرلپسي ۱۰۸ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۵/ ۱۳۹۵