تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱ مه: ملګري ملتونه وایي، تېره مارچ میاشت کې سل زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ددې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په تېره یوه میاشت کې د هرات اسلام قلعه بندر له لارې نږدې سل زره افغان کډوال له ایران څخه خپل هېواد ته راغلي.

د هرات ولایتي چارواکو په خبره، هره ورځ له اتو تر ۱۵ زره پورې افغان کډوال هرات ته راداخلېږي چې ورسره د کورونا وېروس د خپرېدا وېره ډېره شوې ده.

دوی وایي، له کومې ورځې چې ایران کې د کورونا وېروس خپور شوی له هغې ورځې راهیسې هېواد ته د افغان کډوالو راتګ ډېر شوی او لاهم دا لړۍ روانه ده.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/147393

په همدحال کې د افغان حکومت له لوري د هرات خلکو ته دا سپارښتنه کېږي چې له ایران څخه هېواد ته راستانه شویو کډوالو سره د ۱۴ورځو لپاره ونه ګوري او همدارنګه یي له ایران څخه راغلو کډوالو غږ کړی چې خپلو کورونو کې پاتې شي او د بهر  له وتلو ډډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *