تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر پر طالبانو غږ کړی چې د تاوتریخوالي په شدت کې دې کموالی راولي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، امریکا، متحدین یې او ناټو غواړي چې طالبان د تاوتریخوالي کچه کمه کړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره شرایط برابر شي.
مارک ایسپر ټینګار کړی دی چې ټول لوري باید د افغان سولې لپاره له برابر شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ناټو هم تېره ورځ پر طالبانو د اوربند غږ وکړ او نن سهار زلمي خلیلزاد د دغې غوښتنې هرکلی او ملاتړ وښود.
همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو تر څنګ د افغان ولسمشر ټینګار هم د روژې په اوربند متمرکز دی، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې او غیر معقوله یې بللې ده.