د مرغۍ غږ شو، کړکۍ مې پرانیسته.  واښه شمال پوړول، لمر ځلوول. ورڅيرمه پر ګلونو سیوری راغلی و. پنځه کاله مخکې پوره پنځه کاله مخکې همداسې وخت و لا ماښام نه و چې په هوایي ډګر کې مې ولیده.

زما الوتکه له شپږمې دروازې الوته، الوتنې ته ساعت او نهه ویشت دقیقې پاتې وې چې دا راغله مخامخ راته کښیناسته. لاجوردي کاوبای پتلون یې اغوستی و، لنډ لیمویي کمیس یې په تن و، زرغونې سترګې یې په سره مخ کې  داسې ایسیدې لکه د مڼې پاڼې، خو ویښته یې لکه خزان وهلې.

ورته ومې کتل. سترګې مې ښکته شوې. له یوه سره مې نورو ته وکتل چې دې ته مې نظر راورسید، بې واکه مې وګانډه. دا ولټیده. ما وڅارله دا د ښیښه اي دروازې شاته تیره شوه له لرې یې وخندل، لاس یې وخوځاوه څه یې ویل لکه الوتکه چې نوې پورته کیږي بیا یوناڅاپه ښکته کیږي زړه ورسره تر تلو وځي، همداسې مې زړه کش شو:

« چیرته به تله؟»

« څه به یې ویل؟…»

د مرغۍ کغا شوه، له کړکۍ مې سر پسې وایست، مرغۍ نه ښکاریده، غږ یې ورک شو، لکه چې والوته.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *