دا څلور ناولونه انجينر محمد اصف عمر ليکلي او پنځم ناول (د دوندر لېوان ) ښاغلي علم ګل سحر ژباړلی.

۱– اوربلکۍ

اوربلکۍ د پښتون ناول ليکونکي انجينر محمد اصف عمر د هغه سيانس فکشن ناول نوم دی چې په (۷۰) مخونو کې د(۱۰۰۰) ټوکو په شمېر مازيګرکتابپلورنځي چاپ کړ.

ددې ناول کيسه له نن څخه څوسوه کاله وروسته پېښېږي هغه وخت به يو کسيزې الوتکې وي او په نړۍ کې به يو حکومت وي چې څلور کسيزه جرګه ګۍ به يې رهبري کوي، اوربلکۍ دهغې الوتکې نوم دی چې په پای کې يې باران او سيلاب لاهوکوي، خو انسانانو ته د مورنۍ او پلرنۍ مينې درس ورکوي اوپه ماشين کې د ماشوم د زيږون د قانون مخه نيسي.

1۲- دمرګ ماتې

د مرګ ماتې دښاغلې محمد اصف عمر دبل ناول نوم دی چې (۷۰) مخونو کې د(۱۰۰۰)ټوکو په تيراژ مازيګرکتاب پلورنخي چاپ کړی، ددې ناول د ډيزاين چارې صادق الله صادق کړي، د ناول ژبه ساده او روانه ده، تاسې کولی شئ ترلوستلو وروسته پرې تبصره وکړئ.

1 ۳ -بېچاره شتمن

بېچاره شتمن دانجينر صيب محمد اصف عمر پوليسي ناول دی چې په (۹۳) مخونو کې د(۱۰۰۰)ټوکو په تيراژ مازيګر کتاب پلورنځي چاپ کړی.

د ناول کيسه ښکلې ده او لوستونکی په مينه مينه او تلوسه له ځان سره وړي.

1۴ – نا اميده هڅه

ناامېده هڅه، ډېر په زړه پورې ناول دی چې انجينر محمد اصف عمر ليکلی او په (۷۸)مخونو کې مازيګرکتاب پلورنځي د (۱۰۰۰) ټوکوپه شمېر چاپ کړی .

ددې ناول کيسه دجلال ابادښار له اسحاقزي مارکیټ پيلېږي، چې د چغې له امله دهلک پښه خويېږي او په جنکیو ورغورځېږي، په دې کې يې له یوي سره مینه پيداکېږي، بالاخره سره واده کوي، خو داولاد ارمان يې په زړه داغ پاتې کېږي، جلۍ څلورځل�� دسپوږمۍ په مياشت کې حمل له لاسه ورکوي.

په پنځم ځل يې چې ماشوم پيدا شي هغه هم اول مړ معلومېږي، خو شېبه وروسته خورېږي او په دې کورنۍ خوشالي راځي.

1 ۵ -د دوندر لېوان

د دوندر لېوان د وتلې درې ژبې ليکوال احمد ضيا سيامک هيروي ناول دی چې استاد ليکوال علم ګل سحر په خوږه ژبه ژباړلی.

دناول کيسه دانساني لېوانو په مدار څرخېږي اوپکې دا متل ثابتېږې چې دلېوه بچی لېوه شي، دا کتاب په (۱۹۸)مخونو کې مازيګرکتاب پلورنځي د(۱۰۰۰) ټوکو په شمېر خپور کړی.

د دې ناول پښتۍ هم صادق ډيزاين کړې.

تاسې کولای شئ دا ناولونه او د خپلې خوښې نور کتابونه په مازيګرکتابپلونځي کې واخلئ.

1

3 thoughts on “مازيګرکتاب پلورنځي پنځه ناولونه چاپ کړل”
  1. نه پوهېږم بخيلي ده كه بل څه؟
    كه د نړۍ ژبې وګورو، په زرګونو كتابونه په انټرنېټ لري، خو زمونږ واله يې يوازې چاپوي. كاش زما غوندې هغه كسان چې چاپ ته لاس رسى نه لري؛ يوه ورځ دغه كتابونه انلاين ولولي.

  2. چاپ به يي څه کړو وروره زه خپله فرانسه کي اوسيږم خو د پښتو ناولونو ډير ليوال يم زه يي دلته تر لاسه کولي نشم مجبور يم چي د انترنيت د لاري ولولم يوازي پري دومره خبريږم چي پلانکي کتاب چاپ شوه بس نور هيس هم نشته بايد انترنيت ته افلوډ شي د لوستلو لپاره ډيره مننه کوم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *