۱ – په خپلوزړونو باندې خيال ښه دی
په خپلو زړونو باندې خيال ښه دی، د ځوان شاعر، ليکوال او ژورناليست بختيار ساحل دويمه شعري ټولګه ده، چې په ۱۲۰ مخونو کې په ښه کاغذ او ښکلې بڼه د زر ټوکو په شمېر مازيګر کتابپلورنځي چاپ کړه .
ښاغلی بختيار ساحل د ځوان فکر استازی شاعر دی، چې د شعر ويلو ځانګړی انداز او د خلکو په زړونو کې ځای لري.
نوموړي له تېرو څو کلونو راهيسې له بېلا بېلو رسنيو سره د خبريال، ايډيټر او پروډيوسر په توګه کار کړی او اوس د ننګرهار په ملي راديو تلويزون کې د خبري څانګې مسوول دی.
دښاغلي ساحل په دې ټولګه کې ټول هغه ښکلي او خواږه غزلونه راټول دي چې په دې ورستيو کې يې ليکلي.
د يادونې وړ ده، چې په دې کتاب د استاد ازمون، شاسعود، مصطفی سالک او عبدا لهادي زماني سريزي هم راغلي.
د ښه شعر مينه وال کولای شي چې د ذوق تنده پرې خړوب کړي.
۲ – دېوالونه
دېوالونه، د محترمې ليکوالې زاهده سبا د لنډو کيسو ټولګه ده، چې په ۸۰ مخونو کې د زر ټوکو په شمېر په ښه صحافت مازيګر کتابپلورنځي چاپ کړه .
په دې ټولګه کې ټولې دولس لنډې کيسې راټولې شوي دي، چې ډېر موضوعات يې د ښځو د ژوند په مدار څرخېږي .
دا کيسې ښايسته کليوالې محاورې لري او د اوس وخت کليوالو ښځو د ژوند ښه انځور وړاندې کوي، ځينې صحنې يې دومره دردونکې دي چې د ډېر کلک زړه څښتن هم په ژړا کوي.
په دې کتاب فضل عظيم کريمي د کيسو د ليکوالې ( زاهده سبا) پېژندګلوي ليکلې او هجرت الله اختيار، سلطان عزيز عزام او نورالحق حداد پرې سريزې کښلي.
دواړو ته مبارکي
بختيار ساخل صيب او زاهده سبا محترمه دواړو ته ډېر ډېر مبارکي وايم