ښه ناول وپېژنئ!
دا د ناول ليکوالو سره مرسته کوونکی کتاب يا د ناول ليکلو لارښود دی.
تجربه کار ليکوال محمد اصف عمر ليکلی او د ناول ليکلو بېلابېلې مرحلې او پړاوونه يې پکې تشريح کړي دي.
ښاغلي عمر د ناول ليکلو تکتيکونه ښودلي او د موضوع د ښه روښانولو لپاره يې له شکلونو او ګرافونو هم کار اخيستی.
دا ګټور کتاب مازيګر کتابپلورځي په ۱۵۰ مخونو کې په ښه صحافت زر ټوکه چاپ کړ.
اداري ليکونه
دا د عبدالجبار نجرابي اثر دی، چې عزت الله ځواب ژباړلی، پوهاند محمد بشير دوديال ايډيټ کړی او يادونه يې پرې لېکلې.
اداري ليکونه د ادارې او حسابداري د انستیتوت د شاګردانو او د عامه ادارې او پالیسي د پوهنځي محصلانو او په مجموع کې د دولتي ادارو، خصوصي شرکتونو، موسساتو او نورو دفترونو د کارکوونکو لپاره ډېر ګټور دی.
اداري ليکونه مازيګر کتابپلورځي په ۸۸ مخونو کې د زر ټوکو په تېراژ خپور کړ.
بازار ته پسې را شئ!