د ژوند رازونه
د ژوند رازونه: دا د وين داير د ژوند ۳۶۵ رازونه دي، چې د کال له هرې ورځې سره ويل شوي او د هر چا لپاره يې لوستل ګټور دي.
د ارواپوهنې دا کتاب استاد پوهيالی شرف الدين عظيمي ژباړلی چې ټول ۵۶ مخونه لري.
د کتاب ډيزاين صادق الله صادق کړی او مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ښه صحافت چاپ کړی.
طاقت بښونکې فکرونه
طاقت بښونکې فکرونه: د استاد مصطفی صفا ژباړه او ټولونه ده، چې په ۶۴ مخونو کې مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تېراژ خپور کړی.
لکه چې له نامه يې څرګندېږي د ارواپوهنې دا ښکلی اثر ډېرې په زړه پورې خبرې لري.
ويکټور هوګو
ويکټور هوګو: د دې کتاب ليکوال استاد مصطفی صفا دی او د ډيزاين چارې يې صادق الله صادق کړي .
په کتاب کې د ويکټور هوګو ژوند، هلې ځلې او د افکارو او اثارو نمونې په لنډه توګه راوړل شوي .
دا کتاب په ۹۶ مخونو کې مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تېراژ چاپ کړی.
دلته هر ګل د وينو رنګ اخيستی
دلته هر ګل د وينو رنګ اخيستی: د عزت الله ځواب لومړۍ شعري ټولګه ده، چې لس کاله وړاندې دانش خپرندوی چاپ کړې وه.
دا کتاب تر اوسه څو ځل خپور شوی او اوس يې چې د چاپ حق مازيګر ته ډالۍ شوی.
کتاب ۱۲۰ مخونه لري چې په سپين کاغذ او ښه صحافت ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی.
نوټ: د يادونې وړ ده، چې مازيګر کتابپلورنځي د ځوان شاعر جلال امرخېل درېمه شعري ټولګه (راشه لاس مې په زړه کېږده) او د عزت الله ځواب دويمه شعري ټولګه ( مونږ به لېوني نه يو) د دويم ځل لپاره په ښکلې بڼه چاپ کړې.
مازيګر کتابپلورنځي دوه کتابونه چاپ کړه