۱-خزانه
خزانه: د معلوماتي او جالبو مطالبو ټولګه ده ، چې پوهيالي يحيی یعقوبي په ډېره کره او خوږه ژبه ژباړلې.
دا کتاب ټول ۵۶ مخونه لري او مازيګر کتابلورنځي د زر ټوکو په تيراژ تازه چاپ کړی.
د دې ټولګې په لوستو به مو خامخا په معلوماتو کې زياتوالی راشي او له ډېرو نویو ګټورو څېړنو به خبر شئ.
۲- ځلانده هنداره
ځلانده هنداره: د حکایتونو او لنډو کیسو ټولګه چې ځوان لیکوال او ژورنالېست پوهيالي يحيی يعقوبي په خوږه او روانه ژبه پښتو کړي .
دا کتاب ۵۶ مخونه لري او مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر په ښه صحافت خپور کړی.
که د دې کتاب هر حکايت او هره لنډه کيسه په مینه ولولئ نو ادبي تنده به مو خړوب شي او د سترو انسانانو د ژوند له رازه به خبر شئ.
۳-زه ګناهګاره نه يم
زه ګناهګاره نه يم : د اردو ژبې لیکوالې عمیرا احمد ناول دی چې ځوان ژباړن ښاغلي طارق نجيب په ډېره ښکلې لهجه پښتو کړی .
دا ناول دوه کیسې مخ ته وړي، چې تر پايه به درباندې ځان لولي ، ډېرې غمجنې صحني هم لري خو کیسه د زده کړو په مدار څرخېږي او د مینې په خوږو سنبال ده . کتاب ټول ۱۲۸ مخونو لري او مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر تازه خپور کړی.
دا ناول موږ ته د مينې او کامياب ژوند تېرولو چل راښئ او له ځينې کولتوري ستونزو شکونو او فرېبونو پرده پورته کوي.