۱-خزانه

خزانه:  د معلوماتي او جالبو مطالبو ټولګه ده ، چې پوهيالي يحيی یعقوبي په ډېره کره او خوږه ژبه ژباړلې.

1دا کتاب ټول ۵۶ مخونه لري او مازيګر کتابلورنځي د زر ټوکو په تيراژ تازه  چاپ کړی.

د دې ټولګې په لوستو به مو خامخا په معلوماتو کې زياتوالی راشي او له ډېرو نویو  ګټورو  څېړنو به خبر شئ.

۲- ځلانده هنداره

ځلانده هنداره:  د حکایتونو  او لنډو کیسو  ټولګه چې  ځوان  لیکوال او ژورنالېست  پوهيالي يحيی يعقوبي  په  خوږه او روانه  ژبه پښتو کړي .

دا کتاب ۵۶ مخونه  لري  او مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر   په ښه صحافت  خپور کړی.

که   د دې کتاب هر  حکايت او هره  لنډه  کيسه په مینه ولولئ   نو   ادبي تنده به مو خړوب  شي   او د سترو انسانانو د ژوند له  رازه به خبر شئ.

۳-زه ګناهګاره نه يم

 زه ګناهګاره نه يم : د  اردو  ژبې لیکوالې  عمیرا احمد ناول دی چې  ځوان  ژباړن ښاغلي    طارق نجيب   په ډېره ښکلې  لهجه پښتو کړی .

دا ناول  دوه کیسې  مخ ته وړي، چې تر پايه به درباندې ځان لولي ، ډېرې غمجنې صحني هم  لري خو کیسه د  زده کړو په مدار  څرخېږي او د مینې په خوږو سنبال ده .  کتاب  ټول ۱۲۸ مخونو   لري  او  مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر تازه  خپور کړی.

 دا ناول موږ ته د مينې او  کامياب ژوند  تېرولو چل راښئ  او له ځينې کولتوري  ستونزو شکونو او فرېبونو پرده  پورته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ