سورچک وېښتان یې په مخ او غوږونو خواره واره و، په دواړو لاسونو یې سترګې موښلې – مورې! مورې!

مور یې د شلېدلو جامو په ګنډلو لګیا وه، ستن یې ودروله– زوی جانه پاڅېدې

ـ مورې پلار مې په خوب لیده، په سړک له سپينې پیکپې کوز شي، رک روغ وي.

مور یې سترګې په لوګي تور بام کې ونیولې، چې اوښکې یې په شا لاړې شي، په ډک زړه یې وویل – ښه خوب دې لیدلی

زوی یې اسوېلي اېستل، دروازې ته یې کتل، هغه ورځې یې یاد ته راتلې، چې پلار به یې په انګړ له ميوي یا غوښې سره را ننوت، یوه شپه به یې په کور وکړه، په سبا به ښار ته لاړ، د یوې میاشتې خرڅ به یې دوی ته راوړ او په بل سبا به دندې ته ستنېده، خو مور یې په دې فکرونو کې ډوبه وه، چې له پولیسو سره اشپز خاوند یې ولې دوه میاشتې مخکې وسلوالو نیوه،  ولې یې په ژوندونې ښۍ پښه ترې پرې کړه او کیڼه سترګه ترې وباسله، په دغه وخت به یې څه ویل او چې په تار یې سر ترې پرې کاوه، څه او څه نارې به یې کړې وې، څومره درد به پرې تېر وي، بې ګونا یې ولې واژه، که واژه یې ولې یې دومره په ظلم واژه، خو زوی یې د ولې ولې پوښتنو لړۍ پرې کړه.

ـ پلار جان خو مړ و، خلکو په هدیره کې ښخ کړ، نو څنګه ما په خوب کې روغ لیده.

ـ اوس به روغ شوی وي.

ـ بیا ولې نه راځي، موږ یې نه یادیږو، موږ ته مڼې نه راوړي.

۲۰۱۵ اګسټ ۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *