د تېرې د ځوانانو ټولنه

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د تېرې د ځوانانو ټولنې له لوري ماشومانو ته د ټوپک پر ځاي قلم واخلئ اخترېزه مشاعره جوړه شوې وه.

په دغه مشاعره کې د دې ټولنې ترڅنګ د اوښتون کلتوري ټولنې غړيو، ځوانانو د شعر او ادب مينوالو برخه اخيستې وه.

د مشاعرې ګډونوالو پخپلو شعرونو او ويناوو کې د ماشومانو لپاره د پلاستيکې وسلو اخيستل وغندل او وويل چې دا ډول توکې د ماشومانو زهين د جګړې په لوري بيايي.

1د مشاعرې يو بل ګډونوال ډاګټر شفيق الله سحر هم پخپل شعر کې خپلواکې وستايله او وويل، چې ماشومان ته دې ته دې د کورنيو مشرانو له لوري دا ډول توکو له اخيستل ډډه وکړي.

په مشاعره کې ويناوالو له هټيوالو او ملي سواد ګرو په کلکه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د لوبو لپاره پلاستيکې وسلې له نورو هېوداونه څخه را نه وړي او له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په دغسي توکو بنديز ولګوي د تېرې د ځوانانو د ټولنې مشر سردارولي تېروال وويل

د مشاعرې بل ګډنوال ليکوال او ژورناليست اسماعيل لاروي د تېرې د ځوانانو ټولنې حرکت وستايه، او د يادې ټولنې له غړيو يې غوښتنه وکړه، چې د تعلمي وضعت د ښه کيدو لپاره په ګډه کار وکړي.

د دوئ په وينا، د ځوانانو دا ډول حرکتونه کولی شي د ولايت په کچه بدلون رامنځ ته کړي.

پکتيا کې د تېرې د ځوانانو د ټولنې له لوري په داسې مهال کې د ماشومانو د لوبو لپاره د پلاستيکي وسلو د کلتور د مخنيوي غوښتنه کوي، چې د اختر په شپو ورځو کې په هېواد کې ډيری ماشومانو ته د لوبو د توکو په ځای پلاسټيکې ټوپک او تومانچې د ساتيري لپاره اخيستل کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *