دویمه برخه:
د لمر وړانګې او د مایعاتو ضایع کېدل
په اوړي کې د سهار له لسو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د لمر وړانګې خورا تېزې او خطرناکې وي. په دې وخت کې لمر هر چا ته زیان رسولای شي؛ خو د ماشومان پوستکي د لویانو په نسبت زیات حساس دی او ژر سوځي. د لمر وړانګې غیر له دې چې د پوستکي د سوځېدو او د تورو خاپونو سبب کېږي، د پوستکي سرطان هم رامنځته کولای شي.
زموږ په وطن کې د نورو ملکونو برعکس ښوونځي په ژمي کې رخصت او په اوړي کې روان وي او په اکثرو ښوونځیو کې واړه ماشومان د سهار پر نهو یا لسو بجو او یا هم پر دوولسو بجو رخصتېږي او په هماغه سره ګرمۍ کې کورونو ته روانېږي. دغه ماشومان د خپل عمر د اقتضا په وجه په لاره کې ساعت تېروي او که تر کوره یې د لسو دقیقو لاره وي، دوی یې په شلو دقیقو کې وهي. مطلب دا چې دوی زیات وخت تر لمر لاندې تېروي. که د ښوونځیو مسأله هم نه وي، د اکثرو کورنیو ماشومان د دوبي په سره ګرمۍ کې په کوڅو کې په لوبو لګیا وي.
له بلې خوا زموږ په وطن کې خلک د لمر له زیانه د ځان د ساتلو غم نه کوي. که څوک په همدې موخه داسې خولۍ پر سر کړي چې مخ او اورمېږ ته یې سیوری وکړي، خلک ورباندې ملنډې وهي. که څوک تورې عینکې پر سترګو کړي، خلک وايي دې ته وګوره ځان عصري عصري کوي، حال دا چې د لمر تېزې وړانګې د سترګو د پردې او نورو ناروغیو سبب کېږي او تورې عینکې د لمر مضرې وړانګې دفع کوي.
په ګرمو اوړنیو ورځو کې سړی زیاته خوله کېږي او د بدن اوبه یې ضایع کېږي. د بدن د مایعاتو ضایع کېدل هم تر لویانو ماشومان زیات خرابوي. ماشومان چې په لوبو سر شي، بیا یې لوږه تنده هېره شي. لویان په ګرمۍ کې غوره ګڼي چې کرار یوه سیوري ته کېني؛ خو ماشومان په ګرمۍ کې لا ګرمېږي او منډو رامنډو ته هوسېږي.
له دې خطرونو څخه د ماشومانو د ساتلو لپاره باید دغه کارونه وکړو:
ü په اوړي کې د سهار هڅه وکړئ چې د سهار له لسو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې ماشومان د باندې پرې نه ږدئ. د تفریح او ساعت تېرۍ لپاره ورته داسې وخت وټاکئ چې هوا ماته شوې وي.
ü که په دې وخت کې مو ماشومان ښوونځي ته ځي، داسې ګردې خولۍ چې چارچاپیره پیک ولري ورپه سر کړئ چې مخ یې له لمره بچ وي. ماشومانو ته نخي او د روښانو رنګونو جامې جوړې کړئ او داسې کمیسونه ورواغوندئ چې لستوڼي یې پوره (تر مړوندو پورې) وي. د سترګو د محافظت په خاطر تورې عینکې ورپه سترګو کړئ. دولت ته په کار ده چې دا شیان د ښوونځیو په اوړني یونیفورم کې شامل کاندي، له دې سره به هېڅوک پر هغو کسانو ملنډې ونه وهي چې دغه محافظتي شیان یې اغوستي وي.
ü د ماشومانو په ټولو بربنډو ځایونو یعنې لاسونو، مخ او اورمېږ د لمر ضد کریم ووهئ. د لمر دوه ډوله وړانګې چې د ماورا بنفش په نوم یادېږي، خطرناکې دي او د سرطان او سوځېدو سبب کېږي. کله چې له درملتون یا دوکانه د لمر ضد کریم اخلئ، قوطي ته یې وګورئ چې دواړه ډوله مضرې وړانګې (UVA) او (UVB) دفع کولای شي. په کریم کې له لمر څخه د ساتنې د عامل اندازه (SPF) باید تر 15 زیاته وي. همدارنګه بهتره ده داسې کریم واخلئ چې عطر او خوشبويي ورسره نه وي ګډه. کریم باید 15-30 دقیقې مخکې له هغې چې ماشوم له کور ووځي، غوړ شي او هر دوه ساعته وروسته له سره استعمال شي.
ü د مایعاتو د ضایع کېدو چاره به داسې کوئ چې ماشومانو ته وخت پر وخت د اوبو ست وکړئ. که په اوبو کې بوره ګډه کړئ، ماشومان یې لا په خوند څښي. که په اوړي کې له کورنۍ سره میلې ته ځئ، هندواڼه درسره واخلئ، په هندواڼه کې په کافي اندازه اوبه، مینرالونه او غذايي مواد شته چې هم د بدن اوبه تکمیلوي او هم نورې ګټې لري. په اکثرو ښوونځیو کې ښوونکي ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې د اوبو څښلو ته ووځي، وايي په ښوونځي کې ګډوډي جوړېږي. بهتره دا ده چې په هر ټولګي کې د اوبو ترموز ایښی وي او شاګردان اجازه ولري، هر وخت چې یې زړه غواړي، پاڅېږي او تنده ماته کړي.
ü دغه ټولې توصیې چې د ماشومانو لپاره وشوې، د لویانو لپاره هم ګټورې او ضروري دي.