ډسمبر ۲۲مه ، ۲۰۱۳
که د تخار ولایت مرکز تالقان ښار هوټلونو ته د ډوډی لپاره، او که د تفریح پارکونو ته د ساعتیري لپاره ورشې نږدي د ښار په هره ګڼه ګوڼه کې چې ګرځي ماشومان به دی د بوټانو رنګولو باندي تنګوي ، ماشومان وايي : ماما، کاکا بوټان دی رنګ کړمه ؟
د اورښت له کبله د یو هوټل مخې ته ودریدم ماشومانو پلاستکې کڅوړي خرڅولي دوی ښوونځې ته د تګ پرځای خپلو کورنیو ته یوه مړی ډوډي ګټلو باندي مجبور ؤ.
هټیوال وايي، ددغو ماشومانو شمیر ورځ تربلي زیاتیږي چې ځنې وختونه دویته هم سرخوږي وی ،دلته دویته [ماشومان] پالشیان ویل کیږي، پالشې ماشومانو د تالقانو د موچیانو کاروبار ته هم ضربه رسولي ځکه پالش ماشومان یوه جوړه بوټان په ۵ افغانۍ رنګوي ، خوموچیان بیا لس روپۍ اخلي نوځکه موچیان دهري ورځي په تیریدوسره خپل مشتریان له لاسه ورکوي.
دلته څوتنه ماشومان ګرځي په دوی کې د یوه نوم محراب دی، دی وايي سهار وختې له خوبه پاڅي د کرۍ ورځ د خلکوبوټان رنګوي او ماښام ناوخته کورته درومي.
(( د خلکو بوټان رنګوم د ورځي سل کله ناکله یونیم سله روپۍ ګټم، همدغه روپۍ کور ته وړم په همدی ګوزاره کوو.))
۱۲کلن سمیع الله چې یخني يي جامې روپوي وايي (( خلک راته حرامیان وايي ، ځئ رنګه مو ورکه کړي ټوله ورځ ستاسې له لاسه په تنګ یو بل کار مو نشته دی. ))
دوی ته دغه روزګارد جګړونه په ميراث کې پاتې دی، فکر کیږي چې دوي د جګړواصلي قربانیان دي.
نه دوی پخپله (کوچنیان) او نه يي والدین د دوی د برخلیک په اړه پوهیږي! د تخار ښار یوتن اوسیدونکې چې نه غواړي نوم يي واخیستل شي وايي دغه کوچنیان بچه بازی لپاره هم کارول کیږي (( والدین د دوی په اړه ډیره پاملرنه نلري کله چې دوی ټول ورځ د مور اوپلار له نظره ورک وي ، د دوی هغه شمیر چې لږ زره ښکلې وی ځينې خلک يي خوښوي اوبیا يي ساتي ، کرار خپله بچه بازی ورباندي کوي په ودونو کې نڅوي او کورنیو ته يي روپۍ ورکوي او داسې نور…))
په معمول ډول کوچنیان د ورځې له ۸۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي خو د روز ګار سختۍ یې په څېروکې له ورایه ښکاري، دی ماشومانو کې د معصومیت نښي ورکې ښکاري.
یوشمیر ښاریان د دوی د برخلیک په اړه اندېښمن دي او پدې اند دي چې کوڅه ډب کسان ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوي اوځنې وخت د جنسې تیری باعث ګرځي.
سیدابرار وايي: ( دا یوه وروسته پاتي ټولنه ده، اکثره وختونه دغه ماشومان کوڅو کې د کوڅه ډبو لویانو لخوا ورباندي جنیسې تیري ترسره کیږي.)
په همدې حال کې د تخار د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو مسوولین وايي چې دولت دغو ماشومانو لپاره کوم ځانګړې پروګرام نلري.
ددغې ادارې رییس وايي چې وزارت په کابل کې په دې برخه کې یو اوږد مهاله پروګرام پیل کړی چې وروسته به په ولایتونو کې هم تطبیق شي .
سید خالد رحماني له دیني عالمانو غواړي چې په خپلو ویناوو کې د ماشومانو د حقونو په اړه، د اسلام دین په رڼا کې خلکو ته مالومات ورکړي.
(( دینې عالمان کولي شي ددغو ماشومانو د حقونو په هکله عام خلک وپوهوي، همدغه راز آشیانه او ای سی ای موسسه له ماشومان سره مرسته کوي خو زیاتره وخت د دوی په نوم راغلې پيسې شخصې جیبونو ته ځي ، که نظارتي بهیر پیاوړي شي ممکن یوڅه ښه والی به راشي. ))
د تخار د حج او اوقافو ریاست رییس وايي د ماشومانو د حقونو په اړه ټولو امامانو ته دنده سپاري شوي چې د ماشومانو د حقونو په اړه، د منبرونو له لاري تبلیغ وکړي.
مفتي حبیب الرحمن وايي ، هر هغه کړنه چې ماشومانو ته په کې زیان رسیږي، د اسلام مقدس دین يي په کلکه غندي. نوموړي وايي: د ټولنې ترډیره بریده زیانمنه برخه ماشومان دی ځکه دوی فزیکې ځواک نلري ،ځینې وختونه پر دوی باندي خپلې کورنۍ ظالماني دی ځکه دوی ددی وړتیا نلري چې شاقه او سخت کارونه ترسره کړي د دوی راتلونکې هم د ارزښت وړ ده چې باید پري فکر وشي.
افغانستان په ۱۳۷۳لمریز کال کې د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون لاسلیک کړ، د ملي او نړیوالو قوانینو سره سم افغانستان د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته هم ژمن دی.
دغه هیواد ددغو کنوانسیونو په لاسلیلکولو اړ دی چې ماشومانو ته خپل حقونه ورکړي.
له بله پلوه د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون، غړي هیوادونه اړباسي چې د ماشومانو ژوند او پرمختګ لپاره امکانات برابر کړي.
خو تر دې دمه د تخار په شمول د هیواد ډیرو ولایتونو کې ماشومانو ته لازمي د ژوند چاري چې زده کړه په کې لومړیتوب لری ندي برابرې شوي، ترڅوهغوي وتوانیږي چې خپله آینده په کې تضمین کړي.