اېمل څلور او مسکا شپږکلنه ده، بېګا چې لاړم، نو مسکا غلې او بړوسه ولاړه ، ګوته یې په څيره تړلې وه. ښکلا ویل: ګوره ګوته یې ژوبله کړې، نه درته را لنډېږي. چې مسکا مې وپوښتله، نو په غېږ کې را ولوېده او اېمل ته له غوسې خوټېدله، په یوه سا راته شروع شوه.
په همغه ژوبله ګوته یې اېمل ته اشاره وکړه او ویل یې: ” نو ده نصوار غوښتل، تېره تیږه یې راکړه، نصوار مې ټکول، ګوته مې وټوکله.“ د کیڼ لاس د منځالې ګوتې نوک یې پرې وو.
د نوک له ټوکلو یې د نصوارو کیسې ته خپه شوم، دا نو بېخي حیرانونکې وه، ما ویل چې اېمل څنګه په درې کلنۍ کې یو په یو نصواري شو، ځکه په کور کې هم نصواري نشته.څه موده وړاندې دوی د نیکه کره چې دوی یې کاکابولي تللي وو.
ښکلا ویل: ”هلته انۍ کاکا ته نصوار ټکول، مسکا هم د ونې پاڼې ټکولې، نو نوک یې ژوبل کړ او بیا یې چیغې ورته وهلې.“ اېمل مې په مخ لاس راتېر کړ ویل: ” نا، بیا یې نه غواړم“ د ښوونځي پرمهال مې د بیولوژي په کتاب کې لوستي وو چې د ژوندیو موجوداتو اتمه ځانګړنه له چاپیریال څخه د هغوی اغېزمنېدل دي.
څو کاله وړاندې مې چې له یوې ښوونیزې ادارې سره چې د ماشومانو لپاره یې راډیويي پروګرامونه جوړول کار کاوه، نو یوه ورځ بهرني ټرینر د ښوونځي، کتاب او ښوونکي تر څنګ چاپیریال هم د مهم درسي توکي په توګه یاد کړ، هغه مهال مې زړه ته ډېر نه لوېده، خو بېګا مې چې په خپله کاله کې پر خپلو ماشومانو د لویانو او چاپیریال اغېز د سر په سترګو ولید، نو ما ویل د هغه ټرینر خبرې بې څه نه وې.
رښتیا هم چې ماشومان لکه لمدې لښتې چې هرې خوا یې کږوې کږېږي، چاپېریال او د لویانو کړه وړه نېغ اغېز پرې کوي، ځکه د دوی ذهن لا پوره وده نه وي کړې، د لویانو په څېر له ځانه نوښت، فکر او د ښو او بدو تفکیک نه شي کولی.
له همدې امله د لویانو کړه وړه په غور څاري چې څنګه لویان کوي، نو همغسې یې بیا دوی هم تکراروي. یوازې د ماشومانو، خوړو، جامو او روغتیا نه، بلکې د هغوی چاپېریال او روزنې ته هم پاملرنه پکار ده، که لویان له ماشومانو سره خپل چلند او کړو وړو ته پام ونه کړي، نولکه اېمل ته یې چې په درې کلنۍ کې د نصوارو شوق ور پیدا کړ، همداسې به ګڼ ماشومان خدای مه کړه د ډې رو هغو کړنو ترسره کولو ته وهڅېږي چې پر شخصیت، راتلونکي او ان ژوند به یې خدای مه کړه بد اغېز وکړي.
ماشوم د هر چا د مینې یار وي که د امین زوی که د غدار وي