په نوې ځوانۍ کې اکثره زلمي د خپل ژوند، کورنۍ، خپلوانو، ملګرو… او آن ښوونکو په وړاندې بې پروا وي، نوی زلمی د ژوند پدې مرحله کې يوساعت شين وي لکه د پسرلي آسمان خو لږ پسته وريځ. که يې زړه وو نو ممکنه ده په يوه ورځ کې بلا نيک کارونه وکړي او که يې طبيعت سم نه وو څوک يې په زور نشي پرې کولی. معمولا له داسې ځوانانو سره بايد ځنګه چلند وشي؟
اروا پوهان وايي چې د انسان شخصيت ته په کمه کتل او دهغه وړتياوې هېڅ بلل او يا هم ډېر تحديد د دې سبب کيږي چې د هغه د بې پروايۍ، سر زورۍ او نورو ناسمو عمالو لامل وګرځي.
زه چې د ښونځي په متوسطه دوره کې وم سرمعلم د څو نورو ټولګي والو په ګډون ويښتان را غوڅ کړي. سرمعلم چاغ سړی وو، ډانګ په لاس به په صنفونو ګرځېده، د کوم ټولګي به چې اوستاد نه و نو ده به ورته يوه دنده ورکړه چې ګويا په يوساعت کې يې سرته ورسوئ. [د ښونځي دوره چې ټوله په نوې ځوانۍ کې تېرېږي سرشاره، مسته او له جنونه ډکه مرحله وي] کله، کله به چې زموږ ښونکی نه و او لږ شور به مو وکړ نو دی به نېغ په وره کې ودرېد او د هغه کس پوښتنه به يې کوله چې تر ګردو هسکه چيغه به يې کړې وه، خو موږ به له خپلو ټولګيوالو داسې کسان په لاس نه ورکول نو ټولو به کابو هره ورځ دوه درې کلک ډانګي خوړل.
د سرمعلم ډانګي مې هېر دي خو هغه صحنه مې لا نده هېره او بلکې چې را په ياد شي نو سخت غوسه هم شم، چې راته ويل يې: ستا پېکی هم غټ دی ته راشه چې در جوړ يي کم ، زما په شمول به چې هر يو ورجګ شو نو بياتي به يې وېښتانو ته ور ولوېده ، له کرچ سربه يې په سر کې لاره جوړه او دابه يې هم ويل چې څو لارې پکې وکړم ، بيا به يې شروع وکړه هه دايي د بابک، دايي د چنګې او دا بله يي د شرتوغي … شېبه وروسته به مو غوټه غوټه وېښتان په پښو لکه وېشتلې مرغۍ پراته ول او له پاسه به پرې د اوښکو نری باران جوړ وو… بلکل مې نه هېرېږي …
دی که څه هم سرمعلم وو خو پدې نه پوهېده چې اصلاحات څنګه راوستل کيږي ده به چې زما وېښتا را پرې کړل نو په هماغه لحضه به مې قسم وکړ چې نو ته يي را باندې سم کړه بيا به په هماغه کپ کپ وېښتانو کې ور روان وو چې هرڅو به يې و ګواښلو مګر زموږ ضد دې ده تر ناروا هم زيات و . که سرمعلم په هماغه وخت توصيه راته کولی داسې توصيه چې زما قناعت يې اخستی نو ولې به داسې کېدل.
نو که يو ځل په ښونځي کې له نوي ځوان يا ماشوم سره داسې رويه وشي چې د اصلاح ځای دی، چې د ښونې، چې د روزنې ځای دی، چې عالمان يې د علم او سړيتوب زانګو بولي او بيا وروسته ستړی هلاک کورته لاړشي ګرمي يې هم شوې وي، لوږې و تندې هم ځپلی وي، او هلته هم د سمو په ځای ناسمې واوري څنګه احساس به وکړي ؟ په زړه کې به څنګه تصميم و نيسې ( چې لږ خو موقع پيدا کړم دغسې به وکړم او هاغسې به وکړم …) که ښه ډېره حوصېله هم وکړي يوه ورځ دوې ورځې، يوه مياشت يو کال آخر به بې حوصېلې نشي؟ که همداسې ترېنګلې رويي ورسره وشي او په نوې ځوانې تر دې بتره ترخې تجربې هم ولري څه به وشي ؟ دې او دې د ورته نورو پوښتنو ځواب دادی چې همدغه کس به هم توند، ترنګلی، خوشک، کرمن او بې حوصېلې لوی شي او بيا که په هر چا غوسه کوي نو ځان به په حقه ور ښکاري خو په اصل کې به يې عادت ګرځېدلی وي .
يوې نوې څړنې ښودلې ده هر کار چې ته يې زيات وکړې هغه به دې عادت شي، لکه د سيګرټو څښول، لکه د نسوارو کړل چې دې ډول عادتونو ته موږ عملونه هم وايو. برعکس که په کتاب ويلو، کار کولو… او نورو نېکو چارو ځان روږدی کړې ټول عمر به هماغه کارونه کوې . تاسې به اورېدلي وي چې ذوق روزل کيږي، زه ډېر داسې کسان پېژنم چې يو وخت يې کتاب نه خوښېده مګر اوس يې په جېب کې هم ورسره ګرځوي.
که يو پلار له خپل زوی نه ډېر لوړ توقعات لري نو څه بايد وکړي ؟ که يې له زوی سره ناسمه رويه شوې وي لکه پاس يې چې ذکر وشو زوی به يي د پلار غوښتنې پوره کړای شي ؟ که په هر مجلس کې ورته ويل شوي وي چوپ مه غږېږه وړ يي، چې لوی شي دی به په دريځونو وګړابي؟ که دی پدې هم وهل شوی وي چې ډوډۍ ته ولې څو دقيقې ناوخته راغلی په راتلونکې به لوی سړي شي؟ آيا له ده د لويوالي آرزو ولرو ؟ د ځينو ميندو يا پلرونو عادت وي چې خپلو اولادونو عادي خبرې هم ريښتيا نه کوي. مثلا مور زوی ته ووايي ځوانيمرګه پاڅه برېځر (غرمه) ده ته لا ويده يي زوی يي پاڅي غوا ته يوه پنډه شنه هم راوړي يا له ښونځي هم راشي خو چې ډوډۍ وغواړي ورته ووايي تر اوسه شين ګيز دی ته بيا وږی يي، که دې ورته نورې ضد و نقيس خبرې ورته وشي نو چې لوی شي د ريښتيا او دروغو توپير به ترې ورک نشي ؟
ځواب يوازې (نه) دی. که ماشوم روحي بېمار وي له هغه لويه آرزو نشو لرلی . که په هر سمه او ناسمه خبره تحديد شوی وي او تر هره خبر لاندې باندې ورته ويل شوي وي چوپه شه. نو جرئت يې مړاوی دی، دی نشي کولی په دريځ ډاډه خبرې وکړې، تل به ځان محکوم احساسوي …د ريښتيا او دروغو توپير به ترې ورک وي او نور او نور …
ماشومان نازک ګلابونه دي، د دوی ذهنونه سپينې لوحې يا سپينې پاڼې دي، او دوی د خبرو وږي دي راځئ چې محبت ور سره وکړو، اړتياوې يې پوره کړو ، راځئ کورنی تشدد له منځه يوسو. داکټر محب الله زغم د (يوماشوم، يوه نړۍ) کتاب په سريزه کې ليکي : څوک چې اولاد نشي روزلی نو حق نلري چې پيدا يې هم کړي ) راځي د اجنتي ډالۍ له زړه نه ومنو او شکر وباسو چې روغ جوړ بچي الله پاک راکړي او سم يې ورو زو .
چې لورګانې يې ډېرې شي نو ورو په وروستۍ (بس بي بي) نوم کېږدي، يا يې (بله نشته) وبولي يا (خاتمه) نوم ورکړي خو چې په زامنو ماړه شي نو تشدد ورسره پيل کړي روحي بېماران يې لوی کړي اوبيا په خپله وايي زامن مې نا اهله دي. بې پروا دي . کم عقل دي …
۱۳۹۳-۱۲-۲۸