پسه يې له پړي نيولى و او دواړه په کوڅه کې د مخامخ کور پر لور ورسره روان وو، خو ضدي پسه په شا زور کاوه، لکه له دواړو ماشومانو سره يې چې تګ ته زړه نه کېږي.
له ها خوا را روان د پاخه عمر سړى تم شو، لومړى يې پسه او بيايې دواړو ماشومانو ته وکتل
هاى بچيانو! لکه چې همدا اوس يې حلالولو ته بيايى، په غوښو او کبابونو به يې مزې وکړئ، بختورو!
کشر ماشوم نېغ ودرېد، په خېرنو جامو يې د پسه سپين ويښتان نښتي وو، د ملا شخي يې ويستله، لومړى يې خپل ورور او بيا يې هغه سړي ته وکتل.
نه کاکا! نه يې حلالوو، د قصاب کور ته يې بيايو، هغه بله ورځ يې زموږ ادې په موټر ووهله، سهار يې دا پسه زموږ کور ته راووړ، په کور کې څه نه لرو، قصاب ته يې د خرڅولو لپاره ور ورلو.
د سړي په رنګ کې بدلون راغى، سترګې يې د پسه له سترګو سره مخامخ شوې، د ماشوم په سر يې لاس کېښود.
ياني چې ادې مو مړه…
کشرماشوم پړينګ په ژړا شو او د پسه سر يې په غېږ کې ټينګ کړ.
٢٠١٥ د جون ١٦مه
——————
د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،
مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،
د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،
بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…، پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،
ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون