ماشوم او کتاب ( له کتاب سره د ماشوم پخلا کول) کتاب حامد حقمل ژباړلی او راټول کړی او ختیځ خپرندویه ټولنې ۶۷ مخونو کې په غوره کیفیت چاپ او بازار ته وړاندې کړی چې د هېواد په هره کتابپلورنځۍ کې ترلاسه کولی شئ.
یاد کتاب اصلا د ماشوم د مور او پلار لپاره دی چې څنګه کولی شي، خپل زوی ( تی خوري له دورې ان تر شپاړس کلنۍ ) پورې له کتاب سره اشنا کړي او همدارنګه د دوی سالمه روزنه وکړي !
په کتاب کې د مور او پلار تیروتنې، د ماشوم لپاره د سالمې روزنې اصول، د ماشوم لپاره د کیسو ګټې، ماشوم او مطالعه …
او دې ته ورته نورو مهمو مسایلو باندې خورا ښه بحث شوي
نو که غواړی ماشوم مو ښه راتلونکی ولري نو له دې کتاب څخه استفاده وکړئ.