اوریدلي به مو وي؛ وايي چې فن یا هنر چاته په میراث کې نه پاتې کیږي بلکې په قدرتي یا طبعي ډول په انسان کې د ننه موجود وي خو بس ښکاره کولو ته يې همت او جوش ته اړتیا ده.
ویل کیږي په جرمني کې یو کم عمر ماشوم په یوه محلي ستیج شوو کې داسې حیرانونکی ډانس (( ګډا )) کړې ده، چې ناست کسان ورته ګوته په غاښ پاتې شوي دي.
د یادې شوو په اړه په راپور کې راغلي دي، چې شوو ته ګڼ سندرغاړي او هنرمندان راغلي وو او ټولو په خپل نوبت سره د خپل فن ننداره وړاندې کړه.
خو کله چې دغه کم عمره ډانسر جوړ شوي ستیج ته پورته شو، نو داسې ګډا يې وکړله، چې تر دې وړاندې ناستو کسانو نه وه ننداره کړې او همدا وجه وه، چې ټول ورته ګوته په خوله پاتې شوي وو.
نو ځکه خو وايي، چې په هر انسان کې د نن پټ هنر موجود وي، خو یوازې ښکاره کول يې همت او جوش ته ضرورت لري.