ماشوم هیڅکله هغه کار کولو ته مه مجبوروئ، چې هغه یې کول نه غواړې. دا خبره د یوه ارواپوه ده، چې نن د روشنګرۍ په پروګرام کې ډاکټرمحب زغم وکړه.

د روشنګرۍ د دې اونۍ لکچر د ماشوم روزنې په باره کې او وړاندې کوونکی یې داستان لیکوال، د ماشوم روزنې مجرب ډاکترمحب زغم وو.

ډاکترمحب زغم وویل کله چې ماشومانو ته د لوبو سامان اخلو باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسو:

۱- د لوبو سامان باید تېره سرونه ونلري، چې ځان په خوږ کړي.

۲- ژر مات نشي ځکه وړې ټوټې یې ممکن خولې ته واچوي.

۳- د مینځلو وړ وي ځکه چې خیرن شي میکروبي کېږي باید پرېوله شي.

۴- زهرجن رنګ لرونکي نه وې(ځېنې رنګونه زهرجن کیمیاوي خاصیت لري)

۵- د ماشوم عمر ته په کتو سره، د لوبو سامان ورته واخیستل شي.

۶- شپږ میاشتني ماشوم ته داسې د لوبو سامان واخیستل شي، چې هغه خپله څېره پکې ولیدلای شي ځکه په دې عمر کې ماشوم د انساني څېرې د لیدو لېوال وي.

۷- دوه کلن ماشوم ته داسې سامان واخیستل چې هغوی پر لارې تګ کولو ته وهڅوي.

۸- درې کلن ماشوم ته داسې سامان واخیستل چې، خبرې کوي.

۹- څلور کلن ماشوم ته داسې سامان واخیستل چې، کورونه ترې جوړېږي.

۱۰- د پنځه کلن ماشوم د لوبو په سامان کې باید زیاته برخه داسې وې، چې هندسې شکلونه، الفبا توري او نور درسي مواد ولري.

1د ډاکټر زغم په وینا چې د پورته لسو معیارو په عملي کولو سره د ماشوم سره کمک کوو چې ذهن یې وده وکړي او زدکړه ورته په راتلونکي کې اسانه وي، ده پر دې ټینګار وکړ، چې ماشومان باید د عصري ټکنالوژۍ (ګېمونو، کمپیوټر، تلویزیون) ته تر اندازې زیات پرېنښودل شي، چې صحت ته یې تاوان لري مګر دغه شیان تر اصولي کنټرول لاندې ورته ډېر ضرور دي.

ډاکټر زغم وویل: څېړنو ثابته کړې ده، چې ماشوم ته باید د مور په نس کې کیسې وشي ځکه ماشوم د خپلې مور اواز او احساسات په دې دورې کې پېژني. ده زیاته کړه، چې ماشومانو ته کیسې کول لاندې ګټې لري:

۱ – حافظه یې قوي کوي.

۲- دقیق کېږي.

۳- احساس کوي چې، نور ورته د اهمیت په سترګه ګوري.

۴- تخیل یې روزل کېږي.

۵- ژبه زده کوي.

هغه دا هم وویل، چې ماشومانو ته باید د بلاوو او تشدد کیسې ونشي بلکې داسې کیسې وشي، چې د حق او باطل جګړه وې، بری د حق په برخه شي او مثبت کرکټر کامیاب شي او د کیسو کرکټرونه حیوانات وي، تخیلي او ساېنسي وي او د ماشومانو په کتابو کې انځورونه باید زیات او رنګه چاپ شي.

ښاغلي زغم ټینګار وکړ، هغه کسان چې د ماشومانو په روزنه پوهېږي باید لیکنې وکړې، چې نور کسان هم ورڅخه برخمن شي.

1امان الله هوسا د کوچیني وهل، سپکول، اهمیت نه ور کول ډېر بد وګڼل ده په اصل کې ماشومان د احترام وړ وبلل.

لکچر په سوالو او جوابو ویلو او هم د ګډونوالو په تجربو یادولو، تبصرو او اوږده بحث سره ماښام اذان مهال پای ته ورسېد.

یادونه:

ډاکتر زغم، اناهیتا روهي او … په ګډه د کوچنیانو د روزنې په باب یو مهم کتاب لیکلی، له بده مرغه چې د چاپ لګښت یې نشته، دا کتاب باید کور- کور، هر ښوونځي او مسجد ته ورسېږي، وبه ګورو چې د لګښت ځوانې یې څوک کوي؟

ډاکتر زغم دا لاندې ویبسایټ د هر چا د کوچنیانو رجسترولو لپاره وړاندیز کړ چې هغوی بیا وخت پر وخت علمي مشورې ور کوي:

www.babycenter.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *