د مور او پلار داسي سخت ژوند ته په کتو سره يې بچی هم څه ناڅه احساس وکړي خپلې ښوونځۍ ته پر وخت ځي، په پوره اونۍ کي ناغه نه کوي، خپله کورنۍ دنده په ډېر اخلاص سره پوره کوي،پوره دولس کاله ښوونځي ولولي، کله چې د ښوونځی دورې ته مخ ښه وکړي له ډيرو انتظارونو، آمادګيو وروسته د خپلي خوښي يا ناخوښي رشتې ته د پو هنتون د پينځه کلنې دورې سره يې مخ شي، په داسي يو نوي ژوند پيل وکړي چې د نورو همزولو په څېر يې ژوند تغيير وي، په بې شمېره فکرونو، سوچونو يې ذهن، دماغ مشغول وي، مسکيني، ستړياوي، د استادانو او ادارې غير اخلاقي خوارۍ يې پر ځان منلې وي، د دې دورې حالات هغه چاته ښه مالوم دي چې دا وخت يې تېر کړی وي، دپښتو متل دی وايي: ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بليږي.
د پوهنتون دوره خورا ستړې دوره وي، هر رنګه ناخوالې ستړياوې را پيل شي، د ژوند يو ستر ستړی کړاو دی مياشت په مياشت ازموينې وي، ذهني سټرس، بدني ستړيا يې ښه پر ېمانه وي، خو له ډيرو کړاؤنو وروسته چې کله دا دوره هم پای ومومي ، د مور او پلار او د استادانو په کوښښونو سره يې بچی ډاکټر شي، د مور او پلار سترګې يې له اميدونو ډکې وي، چې زوی به مي اوس د ښه هوسا ژوند ترڅنګ د خپل خوږ او زخمي هيواد پټۍ شي، د خپلو هيوادوالو به ملا وتړي، موږ که هرڅوني خوارۍ و ګاللې خو دا خوارۍ به دغسي نه ځي، اوس به ارو مرو رنګ راوړي، د بچي د ښه کردار او کړنو له مخې به هم خدای راضي شي، هم به د سيالانو سيال شي، مګر الهي پرېکړه دغسي نه وه، دوی هيڅ په دې خبر نه وو، چې دا ګل به مو د يو ظالم ،جابر، جاهل، وحشي ځناور له لوري پرته له کوم جرم څخه رژيږي، دا ګل لا دوني نازک او له خوښيو، اميدونو ډک وو چې تر اوسه پوري چا بوی کړی، ليدلی، په عملي ميدان کې ټېسټ شوی هم نه وو د دا د چا په خيال او ګومان کې نه وو چې د داسي ملي شتمني ژوند اوږغ به په يوه ګولۍ د تل لپاره چوپ کوي، هغه زړه بوډۍ مور او هغه پر ملا کوپ پلار به يې پر ملا غوټ ماتوي، د هغوی ژوند به د تل لپاره د خپل زړه له ټوټو بې برخې کوي.
په انځور کې تاسو د هغو درو سترو کدرونو انځورونه وينی چې تازه دمي له طبي زدکړو څخه فارغه شوي وو، دوی لا د خپل ژوند بهار تېر کړی نه وو ، چې د داعش ځناورو له لوري بې ګناه په شهادت ورسېدل هغه بوره مور او هغه په سترګو ړوند پلاريې د تل لپاره پر زړه زخمي کړ مور او پلار به نور دا ږغ نه اوري، دا ږغ نور خاموش شو.