اقتصاد

Fiscal Policy in a Deflationary Environment

په یو هېواد کې په دوامداره ډول د اجناسو د قیمتونو د عمومي سطحې لوړېدو ته انفلاسیون (Inflation) وايي. همدارنګه په یو هېواد کې په دوامداره ډول د قیمتونو عمومي سطحې ټيټیدلو ته ډيفلاسیون (Deflation) وايي. که فکر وشي ډیفلاسیون د انفلاسیون برعکس دی خو په حقیقت کې ډیفلاسیون یو بیل اقتصادي ستونزه ده.

کله چې په یو هېواد کې ډيفلاسیوني حالت وي، د اجناسو قیمتونه ښکته کېږي او په دې ډول خټېوال د مالي زیان سره مخ کېږي. کله چې په یو هېواد کې ډیفلاسیون د یو اقتصادې ستونزې په ډول رامنځته شي، نو د وخت په تېريدو سره د اجناسو قیمتونه په دوامداره ډول ټيټيږي. کله چې د اجناسو قیمتونه ټيټيږي نو تولیدونکي نور اجناس نه تولیدي او دې سره د اجناسو عرضه کمیږي. کله چې خټيوال خپل تولیدات کموي نو په دندو ګمارل شوي مزدوران شمیر هم کموي، نو پدې ډول پانګوونه کمیږي او د تولیداتو مقدار کمیږي، بی روزګاري ډېریږي، د خلکو د اجناسو د پېریدلو توان کمیږي، د اجناسو پيرېدلو لپاره د خلکو تقاضا کمیږي، بي وزلي ډېریږي، خصوصي سکتور خپل پورونه کموي او دا ددې سبب شي چې بانکونه، فابریکي او ادارې وټړل شي او په پایله کې اقتصادي بحران رامنځته شي.

ډیفلاسیون یا د قیمتونو عمومي سطحې ټېټيدا هغه کمیابه پدیده ده چې د یو نورمال اقتصادي دوران د پرمختګ په حالت کې پیښيږي، چې ددې پديدې موجویت په یو هېواد کې د اقتصادي ځوړ ښودنه کوي.

په ډيفلاسیوني موده کې:

  • اقتصادي فعالیتونه ورو کېږي
  • د هېواد اقتصاد په نوي دندو رامنځته کولو کې پاتی راځي
  • کورني ناخالص عاید کمیږي
  • بی روزګاري او بی وزلي لوړیږي
  • خصوصي سکتور خپل کاروبار ته پراختیا نه شي ور کولای
  • پانګوونه د کمېدو سره مخ کېږي
  • اقتصادي وده ورو کېږي

حکومت د اجناسو قیمتونه نه ټيټوي، بلکې د انفلاسیون کچه ټيټوي او چټکتیا يي تر کنترول لاندې نیسي. د نورمال اقتصادي ودې لپاره یوه اندازه انفلاسیون هم اړېن دی تر څو پانګوونه وغوړيږي او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي. د انفلاسیون کچه تر یوې اندازې پورې بی خطره وي.

په حقیقت کې ډيفلاسیون د کورنۍ تولیداتو لپاره د تقاضا نشتوالي ته وايي او د ډيفلاسیون د خلکو د اجناسو د اخیستلو د توان کمېدو سبب ګرځي.

د ډيفلاسیون په وجه په اقتصاد کې څه پیښيږي؟

  • د کاروبار د پراختیا مخه نیول کېږي
  • خصوصي سکتور خپل پورونه کموي
  • د پانګې اچوونې کچه کموالې مومي
  • اقتصادي وده ورو کېږي

د ډيفلاسیون د پایلو په سبب لاندې ستونزې زیږي او راولاړیږي:

  • کورنۍ ناامني او ګډوډي
  • د قانون ماتېدل
  • د دولت د حکمونو کمزوری کول
  • لوږه او بي روزګاري

څه ډول مالي پالیسیي ته اړتیا ده؟

  • لمړیتوب باېد اقتصادي ثبات ته ور کړل شي او بیا په اقتصادي وده باندې تمرکز وشي او په ځانګړی ډول د بډای دندو لرونکي اقتصادې وده
  • د G-20 هېوادونو هم لمړې د بډای دندولرونکي ودې پلوي کوي او بیا وروسته اقتصاد ثبات ته اهمیت ور کوي.
  • په 2003م کال کې د IMF په مرکزي دفتر کې یو کنفرانس ترتیب شو، تر څو د هېوادونه د ډيفلاسیوني حالت سره باېد څه وکړي؟
  • پدې غونډه کې پدې موافقه وشوه چې اسانه پولي پالیسي (Easy Monetary Policy) او پراختیايي مالي پالیسي (Expansionary Fiscal Policy) دې تعقیب شي، تر څو اقتصاد له ډيفلاسیوني حالت څخه ووځي.
  • کینز (John Ma Keynes) په 1937 م کال کې ویلي وو، د اقتصادي هوساینه (Boom) حالت، نه اقتصادي رکود (Slum) یو مناسب وخت وي، تر څو زحمت وویستل شي او سختګیري وشي (د اقتصادي بحران د له منځه یوړل لپاره) په خزانه دارې کې.
  • د لوی اقتصاد (Macroeconomics) پالیسیي باېد د بودجې کسر په کمولو باندې یواځې کم تمرکز ونه کړي. د لوی اقتصاد پالیسي باېد د اقتصادې ودې او د نویو دندو رامنځته کولو ملاتړ وکړي.

څه ډول مالي پالیسي جوړ شي تر څو د لوی اقتصاد د پالیسي پرمختیايي موخې ترلاسه شي؟

  • باېد په یاد وساتل شي، چې دا ډول د لوی اقتصاد پالیسي باېد په هیڅ ډول د سست مالي پالیسي (Lax Fiscal Policy) شاهد ونه اوسي.
  • یا دوې د کورنۍ منابعو په تجهیز، ګټور ډول استعمال او د مصارفو په کیفیت باندې تاکید کوي.

د کورني منابعو تجهیزول د لاندې ټکو پواسطه:

  • مالي سیستم (Tax System) او د ماليي په ادارو کې اصلاحات راوستل
  • د مالي قاعده (Tax Base) پراخوال (یعنې له ډېرو خلکو د ماليي جمع کول)
  • د ماليي ادارو ګټورتوب او موثریت لوړول د روزني (Training) په واسطه
  • د قانون عملي کول په هغو مالیو چې په لویه اندازه وي

د مصارفو جوړښت او کیفیت

د بودجی لویه برخه باېد ځانګړی شي:

  1. بشري پانګه (Human Capital)
  • تعلیم (زده کړه)
  • ورغتیا
  • ټولنیز خوندیتوب
  • مهارتونو کې پرمختګ
  • زیربنا
  1. فزیکي زیربنا (Physical Infrastructure)
  • سړکونه او لوی لارې
  • اړیکي
  • انرژي
  • د پرمختګ په موخه کوم موضوعګانې چیرته او په څه ډول مالي کسر په مصرف ورسیږي؟
  • ایا د بشري پانګې په جوړولو کې په مصرف ورسیږي تر څو ګټورتوب سم کړي او که اقتصادي وده؟
  • ایا د فزیکي زیربناوو په جوړولو یا قوي کولو کې مصرف شي، کوم چې مرسته کوي تر څو اقتصادي وده او روزګار رامنځته کونه قوي کړي؟
  • ایا دا دې په داسی برخو کې په مصرف ورسیږي تر څو د ټولنې د بي وزلې طبقې ملاتړ وکړي؟
  • که چیرې ځواب يي مثبت وي، نو مالي کسر خلا به د دولتي قرضي (پور) یا Public Debt پواسطه ډک کړل شي، حتی که چیري دولتي پور لوړ وي او ډېریږي خو په لنډه موده کې به د زغم وړ وي.
  • تر هغه وخت پورې چې مالي کسر د هېواد د قرضي د انتقال ظرفیت لوړولو لپاره استعمالیږي، په لویه اندازه قرضه او یا د قرضي ډيریدل د هېواد په اقتصاد بار نه وي.
  • دا مهمه ده باېد نوټ شي چې په همزمان ډول دولتي قرضه د اقتصادې ودې سره په مثبت ډول مرسته نه کوي، بلکه وروسته له څه مودې د اقتصادې ودې سره مرسته کوي.
  • د همدې وجې کېدای شي چې د دولتي قرضي او کورنۍ ناخالص عاید نسبت د لنډې مودې لپاره لوړ شي.
  • هېوادونه کوم چې اکثره د پور کولو سختو ستونزو سره مخ کېږي، هغه هېوادونه دي چې دوې کورني منابعو په سمبالولو کې پاتی راځي او د ماليي (Tax) او کورني ناخالص عاید نسبت په لوړولو کې پاتي راځي او له بلې خوا هیڅکله زحمت نه باسي چې د مصارفو ترکیب او کیفیت ته په ځير وګوري.
  • د قرضي ډېرول د تاديي په انډول یا برابرونه کې د جدي بحران (د مثال په ډول د ایرو– زون Euro Zone هېوادونه او پاکستان) سبب ګرځي. هېوادونو د IMF په پروګرام کې برخه واخیسته، لمړي د ثبات پالیسي يي اجرا کړل او په نتیجه کې دوې ورو اقتصادي وده او بشري ځورونه تجربه کړ.
  • ښکتنې کرښه (وروستی اختیار): ډیفلاسیوني محیط/مودې له ادرسه دا نظر دی چې، مالي کسر یا دولتي قرضي موضوعګاني ټول د لنډې مودی لپاره د لوی اقتصاد (Macroeconomic) ثبات رامنځته کوي.

خو د پرمختګ په موخه، کومې موضوعګانې او مالي کسر چیرته په مصرف ورسیږي؟

د کورني منابعو سمبالولو او په سم ډول يي په مصرف رسول او د مصارفو کیفیت دوه مهم ټکي دي تر څو د لوی اقتصاد د پالیسي د پرمختګ موخې تر لاسه شي.

ناسمې انګیزې/ فاسدې انګیزې:

  • ولایتونو ته ددې انګیزه ور کول تر څو پیسي په مصرف ونه رسوي.
  • ولایتونه تشویقول تر څو د بانک قرضي ور نه کړي.

پایلې:

  • هغه هېوادونه چې اقتصاد يي له ډیفلاسیون څخه ځوریږي، نو پراختیايي مالي پالیسي (Expansionary Fiscal Policy) ته اړتیا لري ترڅو ډیفلاسیون د هېواد له اقتصاده بهر کړي.
  • د لوی اقتصاد پالیسي ګاني باېد د بودجی کسر په کمولو باندې کم تمرکز ونه کړي، پالیسي ګانې باېد چې د اقتصاد ودې او نوو دندو د رامنځته کولو ملاتړکوونکې واوسي.

ژباړن: شفیق الله ځواک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *