د تغذیې د برخې څېړونکو موندلې چې مالټې د سرطان ضد ځانګړنې لري. مالټه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامین سي لري. مالټه پر ويټامینونو سربېره کلسیم، فاسفورس، اوسپنه او کاني مواد لري چې د هډوکو په وده او د غاښونو په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لوبوي.

پوهانو وايي، که مالټه د ستړیا په وخت کې وخوړل شي نو د ستړیا د ختمېدو سبب کېږي.

د مالټې اوبه د کاني توکو او پوتاشیم درلودونکې دي، همدا شان مالټه د وینې په پاکولو کې مهم رول لوبوي، سینې ته نرموالی او اعصابو ته ارامتیا وربښي. د مالټې پوستکی چې ګازي او مېکروب ضد خاصیتونه لري، په مېکروب ضد ملهمونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *