تاند- د افغانستان تر نولسو کلونو د کشرو کرکټ لوبغاړو ټیم نن د آسیا غوره لیګ سیالیو په لومړۍ مسابقه کې مالیزیا ته سخته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ په کویټ کې روانې دي او د افغانستان په شمول۵ آسیایي لوبډلې پکې ونډه لري.

د کرکټ بورډ له یوې خبرپاڼې سره سم، د دغې لوبې پچه د مالیزیا ملي نولس کلنو لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. دوی د لوبې په ۳۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۰۱ منډې جوړې او افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته یې د ۱۰۲ منډو هدف ورکړ. د افغان ملي نولس کلنو لوبډلې توپ اچونکو له لوري رشید ارمان د سیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي وسوځول.

1افغان ملي نولس کلنو لوبغاړو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۰ اوور کې یې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي هدف بشپړ کړ. حضرت الله ځاځي ۶۶ او شاهد الله ۳۳ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

رشید ارمان د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

1د افغانستان کرکټ بورډ اجرايي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د آسیا په غوره لیګ سیالیو کې د ملي نولس کلنې لوبډلې لومړۍ بریا د دغه جام د ګټلو په مانا وبلله.

ټاکل شوې سبا ملي نولس کلنه لوبډله خپله دوهمه سیالي د متحده عربي اماراتو له نولس کلنې لوبډلې سره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *