د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتو الکترونیکي سیستم پرانېسته په مالياتي مکلفیتونو د تصفیې په برخه کې د پروسو اسانه کول، په خپله خوښه د اطاعت پذیزۍ کچې زیاتول او د ملي عوایدو زیاتوالي په موخه نن د زمري میاشتې په ۹ مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې وکړه.

د یاد سیستم د پرانستې په مراسمو کې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین ښاغلي اسماعیل رحیمي، د مالیې وزارت د عوایدو لویې ریسې اغلې امنې احمدي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي خانجان الکوزي، د صنایع او کانونو خونې رئیس ښاغلي شیرباز کمین زاده، د ښځو د سوداګرۍ خونې اجرائیه رئیسې اغلی منیژې وافق، د نړیوالې سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن، د کسبه کارانو د ملي ټولنې استازي، د سوابقو ادارې رئیس ښاغلي انجینر جان محمد او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړې وو.

د عوایدو لویي رئیسې اغلې امنې احمدي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د مالیاتو الکترونیکي سیستم جوړول ییې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه  او ویې ویل، چې د برېښنایي خدمتونو سیستم به د مالیې وزارت په ټولو ادارو کې د ستر بدلون سبب وګرځي، هغې د خصوصي سکټور له استازو په ځانګړي توګه له مالیه ورکوونکو وغوښتل، څو په دې برخه کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي اسماعیل رحیمي، وویل، چې د مالیې وزارت دغه نوښت د اصلاحاتو پلي کولو، خصوصي سکټور د وضعیت ښه کولو، مالیو د تصفیې، د مالیاتي جریمو له مخنیوي او خصوصي سکټور د اظهار لیکونو لپاره جوړ شوی او کولی شي څلرویشت ساعته برېښنایي مالیاتي خدمتونه وړاندي کړي.

د سوداګرۍ خونو او د خصوصي سکټور استازو د مالیې وزارت له دې ګام پورته کولو څخه د هر کلي تر څنګ وویل، چې د یاد سیستم پرانیستل خصوصي سکټور او مالیه ورکوونکو ته زیاتې اسانتیاوې برابروي او زیاته یې کړه، چې مالیه وزارت له خصوصي سکټور سره نږدې اړیکې لري. هغوی وویل، چې د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل به د مالیاتي نظام د روڼتیا او پیاوړتیا سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې الکترونیکي اظهارلیکونه د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د افغانستان د کابینې په غونډه کې تصویب شو، چې د مالیاتي تصفیې پروسې د کمولو، د مراجعینو له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي، په انلاین ډول د اظهارلیکونو ډکول، په سمه توګه د مالیاتو د سنجونې، په دې برخه کې له فساد څخه د مخنیوي او د مالیه ورکوونکو له زیات وخت څخه د مخنیوي سبب کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *