تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د افغانستان د مالیې وزارت له بایومتریک سیستم څخه په استفادې د ټولو هغو تقاعد شويو مامورینو هویت بیا تثبیتوي، چې له دغه وزارت سره په رسمي ډول ثبت دي.

د دغه وزارت د تقاعد خزینې عمومي رئیس محمدعمر دراني نن پنجشنبه خبریالانو ته وویل، چې د ټکنالوژۍ له لارې د تقاعد شویو مامورینو د هویت کره پېژندنې، د هغوی د حقوقو د ورکولو په بهیر کې شفافیت او په دې پروسه کې د سرعت لپاره د تقاعد شویو مامورینو او د هغوی د ورثې هویت بیا تثبیتوي.

د دراني په خبره، د تقاعد د مقررې پر اساس د تقاعد شويو مامورینو او د هغوی د ورثې هویت باید هر درې کاله وروسته تثبیت شي.

نوموړی وایي: ((د افغانستان د مالیې وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال ۱۵۴زره تقاعد شوي مامورین له حکومت څخه خپل میاشتني حقوق ترلاسه کوي چې څه باندې ۱۳۴زره مامورین په مرکز او نږدې ۲۰زره نور په ولایتونو کې د مالیې وزارت د تقاعد په سیستم کې ثبت دي.))

د ښاغلي دراني په خبره، د مالیې وزارت په پام کې لري، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور تقاعد شوي کارکوونکي هم په دې سیستم کې شامل کړي.

په افغانستان کې د غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور د تقاعد شویو کارکوونکو کره شمېره تر اوسه څرګنده شوې نه ده.

په همدې حال کې د مالیې وزارت وایي، سږکال تقاعد شویو مامورینو ته شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده، خو په وینا یې د کال په نیمايي کې به پر دې بودجې له سره غور وشي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان جمهور رئیس د یو فرمان په صادرولو سره غیر دولتي ادارو او خصوصي سکتور د تقاعد شویو کارکوونکو د حقوقو مقرره په درېیو فصلونو او ۲۲ مادو نافذ کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *