مالیې وزارت په ۱۳۹۶ مالي کال کې د سترو لاسته راوړنو او د دولتي بانکونو د ملاتړ په موخه د نوې ستراتیژۍ په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل
د لیندۍ ۸ مه ۱۳۹۶
د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس ښاغلي اجمل حمید عبدالرحیمزي، نن د لیندۍ میاشتې په ۸ مه نېټه د دولتي بانکونو د ملاتړ په موخه د نوی جوړې شوې ستراتیژي او په ۱۳۹۶ مالي کال د مالیې وزارت د سترو لاسته راوړنو په اړه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د خبري کنفرانس له لارې له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس د دولتي بانکونو د نوی جوړې شوی ستراتیژۍ په اړه وویل: “یاده ستراتیژي چې د مالیې وزارت لخوا جوړه شوې او د اقتصاد عالي شورا په پرنسیپ کې تائید کړې ده، موخه یې د دولتي بانکونو ښه مدیریت، په بانکي نظام کې اصلاحات، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، له نړیوالو معیارونو سره د بانکونو فعالیت، له نوې ټکنالوژي څخه سمه ګټه اخیستنه او د پورونو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کیدل دي.” نوموړي همدا شان وویل “مالیې وزارت په هېواد کې د بیان ازادۍ د ملاتړ په موخه د مالیاتو پر عایداتو قانون په ۱۶ مې مادې په ۱۵مې فقرې کې تعدیلات راوستي چې د پارلمان له تصویب او د ولسمشر له توشیح وروسته به په هېواد کې چاپي رسنۍ له مالیاتو څخه معاف شي.”
ښاغلي عبدالرحیمزي له فساد سره جدي مبارزه، د وړتیا له مخې ګمارنه، په الکترونيکي سیستمونو زیات تمرکز، د ګمرکونو عصري کولو په موخه د اروشا کنوانسیون د اعلامیې لاسلیک، د پیسو نړیوال صندوق سره د اعتباري اسانتیاوو د تمدید پروګرام (ECF) له لارې د ۶.۰۲ میلیونو ډالرو منظوریدل، په بریا سره د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ (JCMB)، د لوړپوړو چارواکو (SOM)، نظارت او همغږي (OCB) ناستو تر سره کول، د اسیا بنسټیزې پانګې اچونې بانک (AIIB) بشپړ غړیتوب ترلاسه کول، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د مالیې وزیر سېمه ایز او نړیوال سفرونه، مالیې وزارت ته د بندرونو لیږد او د دولتي ادارو په کچه د اطلاع رسونې په برخه کې د طلایې کلي تر لاسه کول یې په ۱۳۹۶ مالي کال کې د مالیې وزارت له سترو لاسته راوړنو څخه یاد کړل.
نوموړي د ملي عوایدو د راټولیدو او د ملي بودیجې د لګښت او جوړښت په اړه وویل چې په روان کال کې د ملي بودیجې په سند کې د ملي عوایدو لپاره ۱۵۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوې وو چې مونږ له خپل پلان سره سم تر اوسه ۱۴۵.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په روان مالي کال کې مالیې وزارت تر اوسه خپله پراختیایې بودیجه ۸۱ سلنه مصرف کړې ده او د حکومت په کچه هم د پراختیایې بودیجې لګښت د تېر کال په پرتله شاوخوا نهه سلنه زیاتوالی ښیې او د راتلونکې مالي کال بودیجه هم د نورو کلونو په توپیر سره له نړیوالو معیارونو سره سم جوړه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د اسیا بنسټ (Asia foundation) د افغانستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه د تر سره شوې سروې راپور خپور کړ چې په دې راپور کې د حکومت له لوري په هېواد کې د بیارغونې، ښې حکومتولۍ او د امنیت ښه کیدو په برخو کې د افغانانو خوشبیني ته اشاره شوې ده چې د ننني خبري کنفرانس یوه برخه هم د یاد بنسټ راپور ته ځانګړې شوې وو.