مالیې وزارت نن د سلواغې میاشتې په ۲۰ مه نېټه په هیواد کې مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي او مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیاتو اوونۍ په انټرکانټینینټال هوټل کې ونمانځله.
په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لویې رئیسې اغلې امنې احمدي، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو او عوایدي امرینو، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، د خصوصي سکټور استازو، د ټولنو مسؤلینو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، له ګډون کوونکو څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل: ” د مالیاتو یوه اوونۍ کمپاین چې موږ یې نن ورځ د پیل شاهدان یو، د عامه پوهاوي، د مالیاتي چارو اصلاح، د ملي عوایدو ښه انسجام او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه تر سره شو. موږ هیله لرو، چې د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال عوایدي پلان او موخو د تحقق، مالیه ورکوونکو ته په وخت د مسلکي خدمتونو وړاندې کولو، د ملي عوایدو ښه او په موقع راټولېدو، د باقیاتو ورکړې او نورو اړوندو مسائلو لپاره دغه مالیاتي کمپاین مرسته وکړي.”
نوموړي زیاته کړه،” د افغانستان له ټولو وګړو څخه هیله کوم، چې خپلې مالیې د هیواد نافذه قوانینو سره سم په خپل وخت ورکړي او د هیواد ځان بسیاینې په لور خپله فعاله ونډه واخلي. د دې په بدل کې زموږ دنده ده چې مالیې یې په رڼه توګه را ټولې کړو او د دولت خزانې ته یې تسلیم کړو، د روڼتیا، موثریت او مثمریت او لومړیتوب لرلو اصل په نظر کې نیولو سره د حساب ورکړې په شکل ولګوو. “
د پلټنې عالي ادارې معین ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، وویل، چې یو مالیه ورکوونکی باید د مالیې ورکړې په څرنګوالې خبر وي او همدا شان باید پوه شي چې مالیه یې په کومو سیمو کې لګول کېږي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې مؤسس غړي او عامل پلاوي رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې اغلې منېژې وافق، او د افغانستان د پیشه ورانو ټولنې رئیس ښاغلي محمد حسن سپاهي، د دې پروګرام د ملاتړ ترڅنګ د مالیاتو اوونۍ د موخو، اهمیت او عامه پوهاوي ارزښت په تړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د مالیاتو اوونۍ د ۱۰۰ تنه بایسکل ځغلوونکو په سیالۍ د عوایدو او ګمرکونو له معینیت څخه پیل او تر انټرکانټینینټال هوټل پوري دوام پیدا کړ، چې د مخکښو لوبغاړو لپاره د مالیې زوارت رهبري له لوري نقدې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.
همداشان د مالیاتو اوونۍ په اوږدو کې ټاکل شوی ده د عامه پوهاوي او د مالیې ورکړې کلتور د پیاوړتیا په موخه بېلابیل تبلیغي او تنوري پروګرامونه د ټولنیزو شبکو، دولتي او خصوصي راډیو تلویزیون او نورو ټولنیزو ارتباطي وسایلو له لارې د هیواد په کچه په لاره واچول شي.
د یادونې وړ ده چې د مالیاتو اوونۍ له نمانځنې او پرانیستې څخه موخه د مالیه ورکوونکو د پوهې کچې لوړول، د مالیاتي کلتور پیاوړتیا، د مالیه ورکوونکو زده کړه او پیاوړتیا، د اطاعت پذیرۍ کچه لوړول، د عوایدو په پروسیجرونو کې اصلاح او بدلون او مالیه ورکوونکو ته په وخت او موقع د مسلکي خدمتونو وړاندې کول دي، څو له یوه اړخه د مالیاتي جریمو مخنیوی وشي او له بل پلوه ملي عوایدو په ښه توګه را ټول شي.