تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: د مالیې وزارت وایي، په سږني ۱۳۹۸ کال کې یې تر دې دمه ۱۶۰ میلیارده ملي عواید راټول کړي دي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ میلیارده افغانۍ زیات دي.

وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دې جملې ۶۶ میلیارده افغاۍ د ګمرکاتو او ۹۴ میلیارده نور د عوایدو له لارې د دولت خزانې ته راغلي دي.

 وزارت همداراز وايي سږ کال له ملي بودیجې څخه ۳۱۸ میلیارده افغانۍ لګېدلې دي چې د ټولې بودیجې ۷۱ اعشاریه ۷ سلنه تشکیلوي او دا ارقام د تېر کال په پرتله ۲۴ اعشاریه ۵ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښيي: (( همدا راز مو د پراختیايي بودیجې مصرف هم سږ کال تر اوسه پورې ۹۲ میلیارده افغانیو ته رسېدلی دی چې ۶۲ سلنه جوړوي.)

 وزارت د عادي بودیجې مصرف هم د ۱۳۹۸ کال له پیله تر اوسه ۲۲۶ میلیارده افغانۍ ښودلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *