تاند، چهار شنبه، د جدي ۴مه: د مالیې وزارت ویاند تاند ته تلیفوني اړیکه نیولې چې د دغه وزارت د ګمرکاتو معین ولید تمیم له دندې استعفا نه ده کړې بلکې نوموړی په هند کې د افغانستان سفیر مقرر شوی دی.
شمروز خان مسجدي وايي، ښاغلی تمیم د ولسمشر د حکم له مخې سفیر مقرر شوی و، خو دنده ورسپارل شوې وه چې د روان مالي کال له اسد میاشتې څخه د کال تر اخره پورې د ګمرکاتو معینیت چارې وارزوي.
نوموړی وايي، اوس مالي کال پای ته رسېدلی او ښاغلی تمیم به د معینیت پر ځای د خپل سفارت چارې تعقیبوي چې پر ځای به یې بل کس معینیت ته معرفي شي: (( په دې بحث کې استعفا مطرح نه ده، د ولسمشر د حکم په اساس یې وظیفه پای ته رسېدلې ده او په هند کې به د افغانستان سفارت ته چې پخوا وړاندیز شوی و، ادامه ورکوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ولید تمیم په اړه نن یوې دولتي سرچینې تاند ته وویل چې ښاغلي تمیم د ماليې وزارت له معینیت څخه استعفا ورکړې ده.