د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

کابل، 22 سرطان 1395:

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د آذربایجان حکومت د ټولنیزو او عامه خدمتونو د مرکز مشر ښاغلي  انام کریموف ترمنځ په افغانستان کې د آسان خدمت مرکز د جوړیدو په اړه هوکړه لیک نن د چنګاښ په 22 مه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د لاسلیک پر مهال په داسې حال کې چې کابینې یو شمیر وزیرانو، د ولسي جرګې ځینو غړو، د خصوصي سکتور او مدنې ټولنو ځینو استازو هم حضور درلود، د مالیې وزیر وویل چې: “د اسان خدمت مرکز جوړیدل به خلکو ته د ټولنیزو او عامه  خدمتونو په ترسره کیدو کې ډیر اغیزمن تمام شي، په اداري فساد کې به کموالی راشي او خلکو ته عامه خدمتونو به په ډیر کم وخت کې ترسره شي. “

د اذربایجان حکومت د ټولنیزو او عامه خدماتو د مرکز مشر وویل چې د اذربایجان حکومت ددې مرکز په جوړیدو کې له افغانستان سره په تخنیکي برخو کې مرستې کوي او ددې مرکز کارکوونکو ته به د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې روزنه ورکړي.

د اسان خدمت د مرکز مشر ښاغلي شهزاد آریوبي ددې مرکز د جوړیدو، تخنیکي برخو او ګټو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پریزنتیشن وړاندې کړ.

د اسان خدمت مرکز جوړول د افغان دولت یو نوی نوښت دی چې  په جوړیدو سره به یې خلک کولی شي چې په مالیې، کورنیوچارو، کار او ټولنیزو چارو او سوداګرۍ وزارتونو پورې اړونده  ټول ټولنیز  او عامه خدمات لکه تذکره، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، نکاح خط، د پیدایښت تصدیق، موټر پلیټ، تعلیمي او تحصیلي اسناد او نور اړین اسناد د یو دفتر څخه په کم وخت کې ترلاسه کړي.

د آذربایجان حکومت خپلو خلکو ته د ټولنیزو او عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې ډیر ښه نوم او تجربه لري، نو ځکه افغان حکومت وپتیله چې دغه هوکړه لیک له آذربایجان سره لاسلیک کړي ترڅو د دوی د تجربو څخه ګټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *