د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

۱۶ کب ۱۳۹۵

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه د خپل کار په دفتر کې د امریکا متحده ایالتونو، جرمني، ناروې، انګلستان، جاپان، اروپایې ټولنې، د امریکا نړیوالې پراختیایې ادارې له سفیرانو او استازو سره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي نجیب الله احمدزي او د ټاکنو د شکایتونو اوریدو کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالعزیز اریایې هم شتون درلود، وکتل.

په دې لیدنه کې د پارلماني ټاکنو لپاره د حکومت پر چمتوالي، د ټاکنو په مالي سرچینو، د ټاکنو د تمویل پر پروسې او یو شمیر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې.

افغان حکومت ژمن دی چې د ټاکنو بودیجې لپاره  دقیق او شفاف میکانیزم جوړ کړي، په ټاکنو کې لګښت را کم او اغیزمنتیا ډیره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *