د لړم ۲۰مه ۱۳۹۶
مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د لړم میاشتې په ۲۰ مه نېټه د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر ښاغلي نصرالله خان زاهد، سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د پاکستان الفلاح، حبیب او نیشنل بانکونو مسؤلینو هم شتون درلود، دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، په افغانستان کې د یادو بانکونو پر فعالیتونو او مالیاتي مسایلو، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیټ (APTTA) په تړون او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.