کابل، ۲۰ زمری ۱۳۹۴:
د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن د زمري د میاشتې په ۲۰ مه د خپل کار په دفتر کې د آسیا پراختیایي بانک له مرستیال ښاغلي وینکای ژنګ سره چې د تقرر څخه وروسته یې افغانستان ته لومړی سفر درلود، لیدنه وکړه. دوی د افغانستان په پراختیایي پروژو، د ریل پټلۍ، سرک او انرژي شبکو چې د آسیا پراختیایي بانک د پانګونې له لارې سیمه سره نښلوي، خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د آسیا پراختیایي بانک څخه مننه وکړه چې د سیمې ښیرازۍ او سوکالۍ له پاره مرسته کوي. ده زیاته کړه چې د افغانستان او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري نه یوازې د سیمې خلکو ته سوکالي راولي، بلکې د هیوادونو ترمنځ د باور او سولې په راوستلو کې هم مرسته کوي.
د مالیې وزیر زیاته کړه چې افغانستان د آسیا پراختیایي بانک له مرستو او په څانګړي ډول د زیربنایي رغاونو څخه چې د هر افغان په ژوند کې یې بدلون راوستی دی، د زړه له کومې مننه کوي.
د آسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د مرسته کوونکو له ډلې څخه په څلورمه درجه کې دی او په مختلفو برخو کې د کال نژدې ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. له افغانستان سره د سخاوتمندانه مرستو پرته، د افغانستان د زیربناؤ وجهي صندوق د مدیریت چارې هم پر غاړه لري.
د آسیا پراختیایي بانک مرستیال له افغانستان سره د نورو راتلونکو کلونو له پاره د خپلو مرستو د جاري ساتلو له پاره علاقه وښوده چې دغه بانک به له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.