لیکوال :  داکتر محمد المور—

د خلیفه مور په دې نه پوهېده چې خبرې به یې پر زوی باندی دومره ژوره اغیزه ولري.

مور او زوی په ګډه سره  ماښامنۍ  خوړله  اود خپلې یوې ګاوندۍ د لور د طلاق پر کیسې خبرې کولې چې ناڅاپه په تلویزون کې دنباتي شعر او شاعرۍ په هکله یوه خپرونه پیل شوه. خپرونې ته له کتو سره سم یې کوم شئ ذهن ته ورغی او خپل زوی ته یې وویل، ماما دېیو نامتو شاعر وو.

داجمله د خلیفه  په زړه کې ډیر ځای مومي او له ځانه سره همدا وایی چې د شعر او شاعرۍ وړتيا  او استعداد خو زموږ په کورنۍ کې پخوانۍ ريښې لري.

خلیفه ځوان، ټیټ پوړی مامور و  او مجلې او ورځپاڼې به یې خورا ډېرې لوستې. خلیفه په دې پوهیدی چې ډیر داسی شیان دي چې انسان ته په ژوندکې میراثي رسیږي.

 د بېلګې په توګه— د هغه جګ غږ— د ماما غږ ته یې پاتې کیږي. پلار یې پک وو نو ځکه د ده ویښتان هم تقریقباً تللي دي.  په دې توګه—د سترګو خړوالی یې مور ته پاتې کیږي. نو ځکه— استعداد او وړتیا هم انسانانو ته میراثي دي.

په همدې ترتیب، خلیفه يقیني و چې د ماما په شان یې د کورنۍ ځیني غړي د شعر او شاعرۍ  میراثي خاونداون دي.

په همدې شپه— د مور هغه خبره چې ماما دېیو نامتو شاعر و. د خلیفه ذهن دومره چاپیره کړی و چې د خپل ملګري په کور کې یې  حتی د رَمی په لوبه کې سخته ماته وخوړله—حال دا چې هغه د رَمي په لوبه کې د ښه ځلیدو له کبله شهرت درلود.

خلیفه یوازي دوه شعرونو ته چي ماما يې ليکلي وه لاس رسۍ پیدا کړ— او له ځانه سره لوستل او په لاس کې ګر ځول. په همدا ډول—خلیفه ټول هغه نباتي شعرونه چې د اماراتو او خلییجی مجلو او ورځپاڼو کې چاپ شوي  ول، لوستل.

خلیفه همدا له ځانه سره ویل— شعر او شاعری ده ته په میراث پاته ده— نو پرته له کوم شکه د خپل ماما په شان به یو نامتو شاعر شي.

په همدا حالت کې—جسیم د خلیفه ډیر نږدې ملګری‌، خلیفه ته د خپل نوي چاپاني موټر د ښودلو لپاره راځي او له ځان سره یې  د بیېرو یو کارتن هم راوړي. خلیفه او ملګری یې د سمندرې غاړې ته ځي—جسیم د موټر صفت کوي، لیکن  خلیفه  دبیېرو درې قطۍ څکلی او لمر غروب ته ګوری او پرته له دې چې  دجسیم خبرو ته پام وکړي—لا نور دخپل شعر او شاعرۍ په خوبونو او خیالونو(ماما دېیو نامتو شاعر وو) کې ډوبیږي.

جسیم دی بیرته  د شپې پر نهو بجو کورته راولي. خلیفه  خپلې مورته وائي چې ماښامانۍ  یې کړی دی.

د خپل د خونې دروازه ځان پسی تړي او هغه ګلابي پاڼې چې په څنډوکې د زړه انځورونه لري دمېز څخه پورته کوي.

خلیفه ، د څلورو ساعتونو په اوږدو کې یعنی د شپې تر یوې بجې پورې خپل لومړني شعرونه د مینې په هکله  په پنځلس بیتونو کېولیکل. خلیفه دیړ ستړی، مګر خوښ وو او له ځانه سره یې ویل چې اوس خو د مینې د شعر وخت دی—په راتلونکې کې به د غیرت او دزړورتوب په هکله ځینې شعرونه ولیکي.

خلیفه سهار وختی دخپل ملګري یعنی محمد ته ورغی—چیرته چې دوی دواړو په یو خای کې کار کاوه او محمد د سکرتر دنده درلوده. له محمد څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو داشعرونه ورته ټايب کړي ځکه د ده خط خراب دی او ممکن د ورځپانې کارکونکي چې دی داشعرونه ورته استوی—د ده خط و نه شي لوستلای.

محمد یواځي د کبانو د نیولوشوق درلود او د شعر او شاعرۍ د نړۍ څخه بی خبره وو خو په ډیر خوښۍ یې  د خلیفه سره د ټایپ په برخه کې مرسته وکړه.

خلیفه په یاد راغلل چې دده بل  مصري ملګری یعنی  سمیع چې د مالې په وازرت کې دنده ترسره کوي، ډیر ماهر او رسېدلی خطاط دی.  په دې موخه—شعرونه یې سمیع ته یو وړل ترڅو هغه یې ورته په ښکلي خط ولیکي. سمیع  چې شعر ولوست په خندا شو او وی ویل، ‍داڅه ټوکې دي.

خلیفه ورته په ځواب کې وویل—یواځي مې درڅخه یو کوچنۍ غوښتنه کړې ده او بل دا چې ته په نباتي شعراو شاعرۍ څه پوهیږې (نباتی شعر او شاعرۍ دعربي اماراتو د علم او فرهنګ یوه ستره برخه ده). سیمع ورته شعر په ښایسته نستعلیق خط ولیکه. خلیفه دخپل د ادارې پر پوست رسوونکي باندې د نه اعتبار له کبله—شعرونه په خپل لاس یې پاکټ کې ږدي او پخپله ئې پوسته خونې ته وړياو ورځپانې ته یې استوي ترڅو په هغه صفحه کې چاپ شي چې دنباتي شعرونو لپاره ځانګړې شوې ده.

وروسته د دې چې شعرونه استوي—د خلیفه په زړه کې ډیري تمې وې: پرته له کوم شکه، د ورځپانې مدیر مسؤل به نه یواځې د خلیفه شعرونه د ستایلو وړګڼي—د دې برسیره به د  ده ماما چې په خپل وخت کې د نباتي شعرونو رسېدلی شاعر وو، هم د نږدې نه پیژني. په همداشان—خلیفه باوري دی چې د ورځپانې کارکونکي خبر دي چې خلیفه د کورنې بعضي غړي د نباتي شعر او شاعرۍ میراثي خاوندان دي.

خلیفه کله کله له ځان څخه پوښنه کوي—آیا شعرونه به مې د ورځپاڼې په لومړی مخ وي؟ بیا په خپله ځواب وایي— شعرونه به مې دیوه  ډیره ښایسته نجلۍ د انځورترڅنګ د ورځپانې په سر یا ښایې منځني بر کې چاب شي. خلیفه په اند ځیني وتلي شاعران به د ده پر شعرونو باندې لیکلي نیوکې(criticize) وکړي او خلیفه به یي د علمي رسالې(Thesis) له لیارې ردي دفاعیه وړاندې کړي—خلیفه به هڅه وکړي ترڅو د منتقدینو(Critics) علمي پوهه او منش تر سوال لاندې راوړي. عام وګړي او په ځانګړې توګه—ښکلې نجني به دخلیفه د وړتیاو او علمي ځوابونو په اړه خپلو منځونو کې تبصرې کوي.

دخلیفه تمې اوخوبونه دوام مومي: خلیفه فکر کوي چې د شعرونو دچاپیدو سره به ښکلي نجني د ده سره د تیلیفون د کرښي له لیارې رابطه نیسي او دی به خپل سلاکار ته وایي چې کوم نجنو چې ځانونه نه معرفي کوي، دی نه غواړی ورسره خبرې وکړی. خلیفه تلویزون کې نه غواړي ښکاره شي،که څه هم موریې ورته د ده د ښکلی ځوانی ډاډ ورکړی، لیکن کیدای شي چې موریې زیاتي کړې وي. خلیفه رادیوي خپرونو کې وڼده اخلي خو په دې شرط چې د خپرونې متصدیان د شعراو شاعرۍ سره مینه ولري اوبل دا چې خپرونه د شپې په نیمه کې خپره شي—ځکه چې  ښايستهانجیوني په ناوخته کې داشان خپرونې خوښوي.

دخلیفه شعرونه به د ډیرو وتلي سندرغاړي په سندرو کې وي، دی به کتاب ولیکي او دخپلې مور څخه د مننې ترڅنګ—د شهرت رسيدو لپاره به ځان په کتاب کې  دهغې د ماما دېیو نامتو شاعر وو د جملې پوروړی وښی…

د خلیفه د تمې او انتظار ګړۍ پایته رسېده او دصبر کاسه یې مخ په ډکیدو وه؛ په اوله اونۍ کې شعر نه چاپیږي،خلیفه وایي چې ښایی په پوست کې ځنډ شوی وي. له دوبی نه تر لندنه پورې چې یو خط په یو ورځ کې رسیږي—له لندنه تر دوبۍ پورې به هرومرو لس ورځې لګیږي … په دویمه اونۍ کې د شعرونو نښۍ معلومې نه شوې ،لیکن په دریمه کې د نباتي شعرونو لپاره ځانګړي شوې پاڼه کې د مدیر مسؤل لخوا خلیفه پاملرنهې ته یو یاداښت کې لیکل شوي ول: ښاغلي خلیفه ستا شعرونه دنباتي شعرونو څخه ډیر لیري دي—نه وزن لري—نه هم قیافه…

اما په کوم ښایسته نستلیق خط مو چې دا شعرونه لکیلی وو—هغه لپاره—مونږ ستا استعداد د ستاینو وړ بولو!


د روابطو پرځای، د ضوابطو او وړتياو د فرهنګ د ودې او لا مرجولو په موخه مې دا لنډه کیسه چې په عربي او انګلیسي ژبې باندې لیکل شوې تاسو ګرانو لوستونکو ته ژباړلې ده—هیله من یم چې خوښه مو شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *