خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٠٧
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت په بولدک ولسوالۍ کي نن سهار نهه نيمي بجې دوې نجوني چي يوې يې پنځلس او بلې يې څوارلس کلونه عمر درلود د هغوی د مور په ګډون د طالبانو له خوا د يو ښخ سوي ماين د چادني له امله شهيداني سوې.
نوموړې بمي چاودنه د يادي ولسوالۍ د اختر خېلو په سيمه کي هغه مهال رامنځته سوه چي يادي نجوني او مور يې د خپلو کورونو خواته رواني وې.
دغه راز تېر ورځ د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکانو په سيمه کي هم يوه ښځه د طالبانو له خوا پر ښخ سوى ماين ختلې او د ماين د چاودني له امله بې ګناه شهيده سوې ده.
که څه هم وسلوال طالبان په خپلو شعارونو کي د عامو خلکو ژوند ته د پاملرني خبره يادوي، خو د دوی وروستي بمي چادوني او ځانمرګي بريدونه چي ډېری مهال پکي عام خلک قرباني کېږي په ښه ډول په ډاګه کوي چي دوی ته د عامو خلکو ژوند هېڅ مهم نه دی او په وژنه يې ځانونه هدف ته رسېدل ګڼي.
بل خوا تېره شپه ناوخته په خاکرېز ولسوالۍکي وسلوالو طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی چي د دواړو لوريو ترمنځ د څو ساعتونو نښتي او مقاومت وروسته يو تن وسلوال طالب وژل سوی او نور له سيمي په تېښته بريالي سوي.
په دغه مخامخ جګړه کي امنيتي پوليسو او عامو وکړو ته هيڅ ځاني زيان نه دی اوښتى او د وژل سوي وسلوال طالب مړى اوس هم په سيمه کي پاته دی.