خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٢٢

کندهار افغانستان– د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په ساحه کي د سړک د غاړي د ماين چاودني له امله دوو کوچنيو هلوکانو خپلي پښې له لاسه ورکړي دي.

 نوموړي ماشومان چي د همدې لاري څخه د تېرېدو په حال کي ول، د وسلوالو طالبانو له لوري پر ښخ سوي ماين ختلي چي په پايله کي يې  يو تن ماشوم خپل دواړه پښې او دوهم ماشوم د خپل دواړه پښو سره   يو لاس هم له لاسه ورکړي دي.

دغه کوچنيانان د پېښي څخه وروسته  سم دستي، د سيمي د امنيتي ځواکونو له لوري روغتون ته وړل سوي او دا مهال تر درملني لاندي دي.

وسلوال طالبان تل  امنيتي ځواکونو  ته،  د زيان رسولو لپاره  پر عامه لارو باندي ماينونه ښخوي خو د يادو ماينونو  اکثره قربانيان ملکي وګړي دي. ديادوني وړه ده چي تردې وړاندي هم د کندهار په بېلا بېلو سيمو کي د ماين د چاودنو په ورته پېښو کي ماشومانو ته زيان او مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *