د دیوالي ساعت ټک ټک زما د زړه د دربي په څیر تیز و، خو شپه نه تیریده، تیاره نه رڼیده. د عملیات دردونو ته مې ساه ډوبیده.

ورته ومې ویل لکه چې پوه نه شو. غږ مې لږ لوړ کړ….

د ساعت ټک ټک زیاتیده، د درد احساس کمیده، رڼا ته هیله ډیریده. سترګې مې پرانیستې. ساعت د بستر پښو ته  د سپینې پردې ترڅنګ پر دیوال راځوړند و. سترګې مې پټې کړې، بیرته مې رڼې کړې ایله د ساعت ستن پنځلس ثانیې اوښتې وه:

« تر دې خو هاغه شپه ژر تیریده»

پښې مې وپوړیدې. ډاکټر ته مې وویل. هغه لکه چې نرسې ته وویل، نن شپه خطرناکه ده.

سترګې مې خوبولې شوې… یوازې وم، یوازې هم نه وم. بې پاڼو ونې وې، لکه لرګي چې دې نیغ نیغ درولي وي، لړه وه:

« لمر چیرته دی؟»

 د تورځنګله لرې برخې نه ترسترګو کیدې، ورننوتم، هلته جګه سپینه مجسمه وه. سترګې یې د ډبرو وې، غوږونه، پوزه، غاړه، تن هرڅه یې مرمرین و، تک سپین. غاړه مې ورکړه، لاسونه مې ترې نه ګرځیدل. پر مخ مې ګوتې تیرې کړې، لاس مې لوند شو.

سترګې مې رڼې کړې. ځان مې لوند و، د ساعت ټک ټک و، ماښام و،  د ساعت ستن نه ښکاریده…

سترګې مې بیرته سره ولاړې، بیا زه وم، بیا تورځنګل، شاوخوا سپینې واورې  ته  رڼه شوې وه. لکه څوک چې چیغی وهي، خو درد مې نه حس کاوه، مخکې چې له درده مړکیدم ټول غلي وو.. د ساعت ستن ورکه شوې وه، که دریدلې وه؟؟….

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *