تاند- د ماین پاکۍ د یوې موسسې مشر وايي، ماینونه او ناچاودلي وسیلې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۲۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړوي.
د (MDC) د ماین پاکۍ موسسې مشر شهاب حکیمي د دوشنبې په ورځ /سپټمبر۲۴/ وویل«هره میاشت له ۱۸۰ تر ۲۰۰ تنو پورې افغانان د ماینونو قرباني کېږي، د دې معنا دا ده چې هر کال ۲ زره تنه په چاودنو کې وژل کېږي یا ټپیان کېږي.»
د ښاغلي حکیمي په وینا ځینې ماینونه او نور چاودېدونکي مواد پخواني پاتې دي خو ډېر نور اوس اېښودل کېږي.
د ایم ډي سي موسسې د معلوماتو پر اساس اکثره کسان په دې خاطر وژل کېږي یا ټپیان کېږي چې نه پوهېږي چیري ماینونه اېښودل شوي دي.
ویل کېږي چې وسله وال طالبان لا هم پر لویو او فرعي لارو ماینونه ږدي.
د ایم ډي سي مشر ونه ویل چې کومه ډله ماینونه ږدي ځکه چې د ماین پاکۍ موسسې هڅه کوي چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د دوی د کار مخه ونه نیسي.
خو له دې سره سره په ځلونو طالبانو او نورو وسله والو ډلو ماین پاکان تښتولي او یا وژلي دي.
طالبان عموماً د دې لپاره چې امنیتي ځواکونه په نخښه کړي ماینونه ږدي خو د دوی پر ماینونو عموماً عام خلک وژل کېږي.