تیره شپه اته بجې د الینګار ولسوالۍ په استقامت د مرکز اړوند د بسرام په سیمه کې د مخالفو وسلوالو یوې ډلې چې غوښتل یې د سړک د غاړی ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین ورباندې انفجار کړی چې له امله یو تن روښان د محمد جان زوی چې د وسلوالو مخالفینو د یو ګروپ مخفي ماین خښونکی و په دغه چاودنه کې وژل شوی. په دغه چاودنه کې مخالفینو ته ژوبله هم اوښتې خو د ټپیانو د کره شمیره په اړه دقیق معلومات لا څرګند نه دي.

نوموړی کس چې د وسلوالو مخالفینو د ځایي قوماندان عنایت زلمي په ګروپ پورې تړاو لري په یاده او ځینو نورو سیمو کې په ډیری تروریستي کړنو او ورانکاریو کې یې لاس درلود چې له وړاندې هم د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې و.

بل لور ته د الیشنګ ولسوالۍ ته په غځیدلې لاره د الیشنګ کلي په ساحه یو ماین چې د مخالفینو له لوري ځای پر ځای شوی و او غوښتل یې چې د یادې ولسوالۍ څخه د افغان امنیتي ځواکونو په را روان کاروان ورته انفجار ورکړي د امنیتي ځواکونو تر کشف وروسته د افغان ملي اردو د انجنیرۍ د ټیم له لوري خنثی شوی.

همدارنګه نن سهار د الینګار ولسوالۍ اړوند د پړوايي د چهلګزي په سیمه کې په یوې فرعي لاره کې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو تن محلي پولیس برسیرن ټپي شوی چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *