د کندهار ولایت خبرپاڼه
————————————–
د افغانستان په جنوب کې دا ډول پېښې دومره ډېرې دي چې نور د رسنیو د خبرونو سرټکې نه جوړوي
———————————————
کندهار افغانستان- د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کي د يوې کورنۍ دوې خويندي او د هغوی پلار د وسلوالو طالبانو له خوا په ښخ سوي ماين ور برابر سول او درې سره يې په شهادت او ورسول.
يادي دوې نجوني چي اکا او پلار يې هم ورسره وه تېره ورځ ماځيګر مهال د زرنج موټرسايکل په مرسته د کور په لور روان ول چي د وسلوالو طالبانو له خوا په لاره کي پر ښخ سوي ماين ور برابر سول نجوني او پلار يې د پېښي پر مهال دمدستي په شهادت ورسېدل خو اکا يې په ټپي حالت کي روغتون ته رسول سوی دی.
د يادې پېښي ټولو قربانيانو له دولت سره هيڅ تړاو نه درلود او په مطلق ډول د سيمي عام خلک وو.
دا لومړی ځل نه دی چي د وسلوالو طالبانو له خوا ښخ سوي ماينونه له عامو او بېګناه خلکو، ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو څخه د ژوند غوندي ستر نعمت اخلي.