په پکتیکا ولایت کې د ماین پاکۍ مؤسسې له خوا د هغه اوو کورنیو سره د ۱۲ قلمه خوراکي توکو مرسته تر سره شوه چې په بېلابېلو چاودنو کې یې د کورنۍ غړي شیهدان او ټپیان شوې وو.
پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د مرستې د ورکړې پر مهال وویل، په یاده مرسته کې خوراکي توکي لکه وریجې، نخود، غوړي، لوبیا او نور د ضرورت وړ مواد شامل وو.
ښاغلي فضلي زیاته کړه، که څه هم د زیانمو شوو کورنیو لپاره یاده مرسته بسنه نه کوي خو په وینا یې،تر یوه بریده به یې ستونزې حل شي.
مرسته تر لاسه کوونکو کسانو له دولت او همکارې موسسې مننه وکړه چې له دوی سره یې تر خپله وسه مرسته وکړه او زیاته یې کړه، په دې سره به یې تر یوه وخته لاسنیوی وشي.
دوی دغه راز د دولت ترڅنګ له مرستندویه ادارو غواړي چې اړتیاوو ته په کتو سره دې ورسره اړینې مرستې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې د ورته سلګونه کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې تر سره شوې وي.
درنښت
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر