د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د دینې مدرسې  ۱۲ زده کوونکي شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.

د سلواغه مياشتې په ۲۸ مه نيټه  غرمه مهال  یوولس بجې د پکتیکا ولایت  ارګون ولسوالۍ  اړوند د پير کوتي په  سیمه کې د وسله مخالفینو له لوري د  ځای پرځای شوی ماین د چاودنې له امله  دوولس تنه ملګي وګړي شهیدان شوې او درې  تنه نور ټپیان شوې دي.

یاده پيښه  په پيک موټر شوي چې په پېښه کې شهیدان  شوې او ټپیان ټول ملکي وګړي  او د ارګون د دوو دیني مدرسوملا شادیم او چاريار  زده کوونکي وو چې د درسونو له رخصتۍ وروسته کورونو ته روان وو .

په پیښه کې درې  تنه زده کوونکي د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د ارګون روغتون  ته لیږدول شوي خو د یو کس روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
پیرکوتی  د ارګون ولسوالۍ  له ښار ۱۵ کیلو متره لرې غرنۍ  سیمه ده.

د پکتیکا ولایتي اداره ياده پيښه په کلکو ټکو غاندي، د پيښې شهیدانو ته د جنت فردوس او زخمیانو ته د لوی الله له دربار  عاجله شفا غواړي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *