تاند، جمعه، د ثور ۱۹مه: د خوست، امنیه قومندان له خپلو دوه ساتونکو سره تېره شپه د ماین په چاودنه کې وژل شویدی.
د خوست له ولایتي ادارې څخه تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې تایید شوې چې مل پاسوال سید احمد بابازی نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره تللی و چې تېره شپه یوولس بجې ورباندې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هم تاند ته پېښه تایید کړه او وايي، پر ښاغلي بابازي باندې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په خواجه رحیم سیمه کې چاودنه شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغې برید مسوولیت نه دی اخیستی خو په خوست کې دا ډول بریدونه تر ډېره طالبان او حقاني شبکه ترسره کوي.
ډېره خوښوم چې د پښتنو هر ډول ستونزې په ډاګه کوي