تاند- مایکروسافټ بازار ته د یوه داسي موبایل ټېلفون د راایستلو اعلان وکړ چې له انترنټ سره به نه وصل کېږي خو بیه به یې یوازې ۲۵ ډالره وي.
دا په داسي حال کې ده چې یوه میاشت پخوا مایکروسافټ ویلي و چې ارزان بیه ټېلفونونه نور نه جوړوي او د هغو پر ځای خپل ټول پام وینډوز فون ته اړوي چې بیه یې لوړه ده او ګټه پکې زیاته.
خو د دوشنبې په ورځ مایکروسافټ اعلان وکړ چې لا هم د ارزان بیه ټېلفونونو له جوړولو لاس نه اخلي ځکه چې لا هم په نړۍ کې د ارزان بیه ټېلفونونو بازار تود او لوی دی.
مایکروسافټ وايي چې د لږ عاید لرونکو لپاره په ۲۵ ډالره نوي مویابل ټېلفونونه راباسي. د دې کمپنۍ د چارواکو په وینا دا ټېلفون به د کیفیت له پلوه ښه وي خو یوازې به له انترنټ سره نه وصل کېږي.
د کمپنۍ د ماهرانو په باور څوک چې ارزانه ټېلفون اخلي، هغوی د انترنټ وس هم نه لري.