تاند- مایکروسافټ کمپنۍ د افیس د نوي ورژن یا نسخې په جوړولو بوخت دی او ټاکل شوې ده چې راتلونکی کال یې بازار ته راوباسي.
د مایکروسافټ نوی افیس ۲۰۱۹ نومېږي او د ۲۰۱۸ م کال تر دوهمې نیمايی پورې به خلکو ته په لاس ورشي.
۲۰۱۹ افیس د ورډ پر نویو ورژنونو سربېره ، نوی ایکسل او پاور پوانیټ هم لري.
مایکروسافټ له څو کلونو راهیسې د افیس خدمات د انترنیټ او کلوډ له لارو وړاندې کوي خو د دې لپاره چې د افیس ټول کاروونکي خامخا تېز انترنیټ نه لري، دا کمپنۍ لا هم په افلاین ډول د افیس اپ ډېټ شوې ورژنونه بازار ته باسي.
دا افیس یو شمېر اضافي چارټونه، جدولونه او فورمولونه لري.
۲۰۱۹ افیس له کلوډ سره جوړ یا کمپيټېبل دی او په عادي ډول ورڅخه انلاین کار اخیستل کېدای شي.
مایکروسافټ وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د دغه نوي افیس په اړه لا زیات معلومات خپاره کړي.