د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا د وینډوز ۱۰ اپ ډېټ، چې کرېټر نومېږي، د راتلونکي میلادي کال په پسرلي کې بازار ته راباسي.

په دې نوې اپ ډېټ کې زیات تمرکز په درې بعدي ټکنالوژۍ شوی دی.

د پینټ په وسیله به د کرېټر کاروونکي درې بعدي انځورونه ایستلی شي او د ځانګړو عینکو په وسیله، چې د درې بعدي فلمونو لپاره دي، درې بعدي شکلونه لیدلی شي.

د مایکرو سافټ له اعلان سره سم له وینډوز لس څخه اوس په نړۍ کې تر ۴۰۰ ملیونه زیات خلک کار اخلي.

سره له دې چې وینډوز لس بریالۍ ده خو ځیني شیان، لکه مووي مېکر نه لري. ښايي همدا علت وي چې لا هم ډېر خلک له وینډوز ۷ څخه کار اخلي.

د مایکروسافټ د معلوماتو له مخې، له وینډوز ۱۰ څخه تر ۲۰۰ ملیارد ساعته زیات کار اخیستل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *