مایکروسافټ کمپنۍ ۴۰ کلنه شوه

د مایکروسافټ کمپنۍ، چې د کمپیوټرونو لپاره پروګرامونه او سافټ وییرونه یا پوستغالي جوړوي، څلوېښت کلنه شوه.

دغې کمپنۍ د ۱۹۷۵ زېږیز کال د اپرېل میاشتې په څلورمه نېټه په فعالیت پیل کړی و، چې د ۲۰۱۵ ز کال د اپرېل میاشتې به ۴ مه نېټه یې ۴۰ کاله بشپړ شول.

د دې کمپنۍ مشر بېل ګېټس/ ‌ Bill Gates نومېږي، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی.

مایکروسافټ په لومړیو کې د بېل ګېټس او پاول اېلن/ Paul Allen له لوري په ګډه رامنځته شوې وه.

دې کمپنۍ ډېر مهم سافټ وییرونه جوړ کړي دي، چې د مایکروسافټ آفس بېلابېل ورژنونه، ونډوګانې یا چلیز سېسټمونه او انټرنېټ اکسپلورر براوزر یې د بېلګو په توګه یادولای شو.

د یادې کمپنۍ مرکزي دفتر د امریکا د متحده ایالتونو د پلازمېنې واشنګټن په رېډمونډ سیمه کې دی.

مایکروسافټ د دې تر څنګ د msn.com او hotmail.com وېبپاڼو له لارې د برېښنالیک خدمات هم وړاندې کوي او سکایپ او بېنګ/Bing پلټونکی ماشین هم د مایکروسافټ پورې تړاو لري.

زاهدالله ځلاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *